بارسلونا د فوتبال په تاريخ کې تر ټولو لويه سوداگريزه معامله وکړه

د بارسلونا لوبغاړى ميسي
Image caption د بارسلونا لوبغاړي د اوس لپاره يوازي د يونيسف نوم پر کميس لري ، خو له نوي تړون سره به د ميسي پر کميس قطر فاونديشن هم ليکل کيږي

د اسپانيا مشهور فوتبال کلب بارسلونا د فوتبال په تاريخ کې د کميس پر سر د اعلان تر ټولو گران بيه معامله اعلان کړه.

د قطر فاونډيشن په نامۀ ادارې له بارسلونا کلب سره منلې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به ٢٠٠ ميليونه ډالره ورکوي چې د دوى نوم پر خپلو کميسيونو ولگوي .

پخوا به بارسلونا ځان له دغه ډول معاملو ليرې ساتۀ .

بارلسونا دعوه کوي چې له دې نوې معاملې سره دوى د فوتبال په نړۍ کې ثابته کړې چې بې سارى نوم لري .

دا لومړى ځل دى چې دغه اسپانيوي کلب پر کميس باندې د اعلان خپرولو لپاره پيسې منلي دي . تر ٢٠٠٥ کال پورې د بارسلونا بانجاني او شين کميس بې اعلانه و.

له هغه راهيسته بارسلونا د ملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستندويه ټولنې يونسف نوم پر خپل کميس درلود او د هغه لپاره يې خپله پيسې نه اخيستې بلکې دوى پيسې ورکولې .

اوس به هم د يونسف نوم د بارسلونا پر کميسونو وي خو ورسره به د قطر فاونډيشن نامۀ ته هم ځاى بېلوي .

قطر فاونډيشن تجارتي اداره نه ده او مرکز يې په قطر کې دى ، په همدې هيواد کې به د ٢٠٢٢ کال فوتبال نړيوالې اتلولۍ ترسره کيږي .

بارسلونا د فوتبال په نړۍ کې يو له ډيرو برياليو کلبونو څخه دى خو مالي ستونزې لري .

تاوان

تير کال دوى د سل ميليونه ډالرو تاوان کړى و .

له قطر فاونډيشن سره د بارسلونا تړون د اروپا د نورو فوتبال کلبونو په پرتله د پيسو له پلوه خورا ډير جگ دى .

د انگلستان مانچستر يونايتيد او د اسپانيا ريال مادريد د کميس پر مخ د اعلانونو له برخې د کال شاوخوا ديرش ميليونه ډالره ترلاسه کوي .

له قطر سره د بارسلونا اړيکي واردمخه ډيرې پياوړې وې .

د بارسلونا روزونکى پيپ گاردويالا د ٢٠٢٢ کال فوتبال اتلوليو لپاره د کوربانۀ توب په هيله د قطر ځانگړى استازى و .

د هغو ادعاو په سر هم قطر هغه سيالي وگټله چې ويل کيدل دوى له اسپانيا او پرتگال سره جوړ جاړى کړى و دغو دوو هيوادونو په ٢٠١٨ کال کې د نړيوالو اتلوليو د کوربانۀ توب هيله لرله خو بريالي نه شول .

ورته مطالب