په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په افغانستان کې د رگبي لوبې فدراسيون جوړ شو

Image caption رگبي د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې کيږي خو په افغانستان او گاونډيو هيوادونو کې يې نه تر سترگو کيدله

په افغانستان کې په لومړي ځل د رگبي لوبې فدراسيون جوړ شوى دى .

د دغه نوي فدراسيون جوړونکي وايي څو اوونۍ وروسته به افغان ملي رگبي لوبډله په کابل کې د ايساف له ځواکونو سره خپله لومړنۍ لوبه کوي .

دوى غواړي چې د رگبي لوبې د غوړولو لپاره په ښوونځيو کې دا لوبه دود کړي .

رگبي پنځلس کسيزه لوبډله لري چې لوبغاړي يې په لاس او پښو خټکى ډوله توپ وهي .

رگبي د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې کيږي خو د افغانستان په گاونډ کې نه تر سترگو کيږي .

د افغانستان د رگبي فدراسيون يوۀ غړي محمد منصور مجيد د بي بي سي سهارنۍ خپرونې ته وويل چې څرنگه يې دغې لوبې ته ورپام شول .