هند: د واده د ورا بس اوبو ته لوېدلی، ۲۹ کسان مړه شوي

Image caption هر کال په هند کې د ورته پېښو او ټکر له امله تر ۱۰۰۰۰۰ ډېر کسان مري، چې دا په ګرده نړۍ د دا ډول پېښو لویه برخه جوړوي.

د هند په سوېلي کارناتکا ایالت کې د واده یو بس د اوبو ډنډ ته لوېدلی، چې له امله یې لږترلږه ۲۹ کسان مړه شوي دي.

هندي پولیس وايي پېښه نن د بنګلور ښار په جنوب کې شاوخوا ۱۴ کیلومتره لیرې ننجګود ته څېرمه د مایسور کلي په شاوخوا کې د سه شنبې په شپه شوې ده.

پولیسو او امنيتي کسانو ویلي له دې پېښې پنځه کسان ژغورل شوي، خو نور بیا په اوبو کې ډوب شوي دی.

پولیس وايي په مړو شوو کسانو کې ۲۵ ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هر کال په هند کې د ورته پېښو او ټکر له امله تر ۱۰۰۰۰۰ ډېر کسان مري، چې دا په ګرده نړۍ د دا ډول پېښو لویه برخه جوړوي.

په دا ډول پېښو کې تر ډېره پړه د ګاډو پر چلوونکو او د هغوی لخوا پر بې احتیاطۍ وراچول کېږي.

ورته مطالب