کریکټ بورډ: په کابل کې د نجونو سیالۍ پای ته ورسېدې

ښځينه کریکټ لوبغاړې
Image caption څو ورځې مخکې د 'مسلم هېنډ' ټولنې په مالي مرسته د مېرمنو سیالي وشوه.

د افغانستان د کریکټ بورډ وايي چې په کابل کې د افغان نجونو د کریکټ سیالۍ چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې دوام درلود، د سه شنبې په ورځ (د دسمبر ۲۸مه) پای ته ورسېدې.

کریکټ بورډ وايي په دې سیالیو کې شپږو لوبډلو ګډون درلود، چې څلور یې د ښوونځيو زده کوونکې او یوه یې د بارکزي د مېرمنو د کریکټ کلپ زده کوونکې دي.

سرچینه وايي چې تر دې مخکې څلورو لوبډلو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړې، چې دوه نورې لوبډلې به هم نیمه پایلوبې ته غوره کېږي.

دا د افغانستان د کریکټ بورډ لخوا د نجونو د کریکټ دویمه سیالي ده.

څو ورځې مخکې د 'مسلم هېنډ' ټولنې په مالي مرسته د مېرمنو سیالي وشوه.

د ښځينه کریکټ لوبډلې په تړاو څو میاشتې کریکټ بورډ کار کوي.

وړاندې د کریکټ بورډ چارواکو ویلي ول، چې سلګونو نجونو ملي لوبډلې ته د ورتلو لېوالتیا ښوولې ده.

افغانستان لا تر دې دمه په کريکټ کې د ښځو ملي لوبډله نه لري.

د افغانستان د کريکټ بورډ له اجرايوي مشر حامد شينواري مخکې بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ویلي ول چې تر دې مهاله ۴۰۰ نجونو مینه ښودلې ده چې په دغه سیالۍ کې ګډون وکړي.

ښاغلی شینواری وايي چې د ښځينه لوبډلې لپاره یې د پاکستان یوه پښتنه روزونکې ګمارلې ده.

د کریکټ بورډ وايي چې په کویټ کې د اسیایي لوبو یو تورنمنټ کېږي، چې ټاکل شوې ده چې ګڼ اسیايي هېوادونه پکې ګډون لري.

دغه شل اووریزې سیالۍ د فبرورۍ پر ۱۷مه پيلېږي.

په دې سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډله هم ګډون کوي.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې په تېر یوه کاله کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې او په ګڼو نړیوالو څو ورځنیو سیالیو کې ښه ځلېدلي دي.

ورته مطالب