هستي گل : د حميد حسن د کپتانۍ پريکړه غلطه ده

حميد حسن

حميد حسن د افغانستان تر ټولو بريالى تيز بالر دى

د افغانستان د کريکټ بورډ تلونکي اداري مشر ډاکټر حميد شينواري په کابل کې د سه شنبه په ورځ ( د جنوري ١١ ) د خپلې استعفى د اعلان پر وخت د نوي کپتان يادونه وکړه .

ښاغلي شينواري وويل چې د يو ورځنيو لوبو او شل اوريزو سياليو لپاره به د محمد نبي پر ځاى حميد حسن کپتان وي او د څو ورځنيو لوبو لپاره به نوروز منگل پر خپل حال وي .

حامد شينواري ويلي چې په اسيايي لوبو کې د محمد نبي کپتاني د دۀ په وينا ښه نه وه .

کلېکاږل ستاسو نظرونه

افغانستان په اسيايي لوبو کې پايلوبو ته ورسېد .

د اسيايي لوبو تر پيليدا وړاندې ډيرو خلکو په دې پريکړه هېښتيا ښوولې وه چې ولې د افغانستان د تر ټولو بريالي کپتان نوروز منگل پر ځاى محمد نبي ټاکل شوى دى .

اوس هم د افغان کريکټ بورډ د تخنيکي چارو مسوول هستي گل عابد ويلي چې د حميد حسن راوستل ښه پريکړه نه ده .

هستي گل عابد وايي کپتاني به د حميد حسن پر اوږو اضافي بار وي او ښايي د دۀ لوبه خرابه کړي .

ځينو نورو د محمد نبي په باب هم همدا ويل چې کپتاني يې ښايي پر خپلې لوبې اثر پرېباسي .

هستي گل عابد بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې د کپتانۍ لپاره تر ټولو مناسب او د تجربې وړ کس نوروز منگل دى .

د حميد حسن ټاکنه پرځای ټاکنه نه ده ځکه حميد حسن يوازېنی تېز توپ اچونکی دی چې هروخت يې د افعانستان ملي لوبډلې ته بريا ورپه برخه کړې ده، کېدای شي چې کپتاني د هغه په لوبه بده اغېزه وکړي.

شها ب الدين شهاب، اسلام اباد

د افغانستان د پخواني تيز بالر هستي گل عابد په وينا نور لوبغاړي د نوروز منگل درناوى کوي او نوروز منگل په تيرو کلونو کې تر ټولو بريالى و او بدلون ته اړتيا نشته .

په تير يوۀ کال کې د افغانستان کريکټ بورډ د کپتان او مرستيال کپتان په باب بيلا بيلې پريکړې کړي چې دليل يې تر ډيره روښان نه و .

د مرستيال کپتان لپاره په تير يوۀ کال کې محمد نبي ، کريم صادق او ميرويس اشرف ټاکل شوي او بيا بې له کوم دليله ليرې شوي دي .

د کپتانۍ لپاره که څه هم په تېرو څلورو کلونو کې نوروز منگل ټاکل شوى او تر ټولو بريالى دى خو په اسيايي لوبو کې د نوروز منگل پر ځاى بې له کوم ښکاره دليله محمد نبي کپتان ټاکل شوى و .

ستاسو نظرونه

فهیم، لوګر

زماپه اند د نوروزمنګل په شان زوړور کپټان نه په افغانستان کې پخوا او نه به وروسته راشي باید کرکټ بورډ دا فیصله بېرته واحلي.

ریاض الدین، ننګرهار

حمید حسن د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې ځلېدونکی ستوری دی او د افغانستان لپاره یې ډېرې لاسته راوړنې لرلې. خو لوبه کول یو څه دي او د لوبې انتظام او مدیریت بل څه. حمید دا وړتیا لري چې د کپتان دنده مخته یوسي، خو داسې نه شي چې دده پر خپله توپ وهنه منفي اغېز وکړي. بل دا چې په لوبه کې ګټل او نه ګټل وي او دا دلیل نه شي کېدای چې یو کس په یوه لوبه کې ښه ونه ځلېده او باید بل څوک یې پر ځای راشي. په لوبډله کې ډېر بدلون را بدلون کېدای شي د لوبغاړو ترمنځ باور کم کړي.

انجنیر غلام رسول، پکتیا

حمید حسن په افغانستان کې هغه یوازېنی لوبغاړی دی چې د افغانستان بیرغ یې اوچت کړ، او د افغانستان ټول خلک پرې ویاړي.

مومند، لوګر

دایوه غلطه فیصله ده، د افغانستان کریکټ بورډ د نوروزمنګل د ليرې کولو هېڅ دلیل نه لري.

محمد شفق لکڼوال، جلال اباد

حمید حسن د افغانستان د کریکټ د ملي ټیم ویاړ دی. خحو د یو ځوان لوبغاړي په حیث حسن نور توان لري چې لانور هم ښه وځلېږي. حمید حسن او نور لوبغاړي یو بل ته ډېر احترام لري چې باید همداسې دوام وکړي. ډېر بدلونونه د بې باورۍ سبب ګرځي او باید ډېر احتیاط وشي.

محمد اقرار، اوسلو- ناروې

فکر کوم سمه فيصله نه ده - دوی بايد علت ووايي چې ولې نوروز بدلوي ځکه هغه کامیاب کپتان دی سوال نه پيدا کيږي چې هغه بدل شي - حميد يو ښه لوبغاړی دی د ملي ټيم کپتاني به د هغه لوبه ډېره خرابه کړي ځکه په يو وخت دومره فشار کنټرول کول به مشکل وي. کریکټ بورډ پرځای د دې چې په مياشت کې بدلون راولي د ملي ټيم لپاره د ميچونو په برابروالو سوچ وکړي- موږ تل ای سي سي ته په انتظار يو چې موږ ته ميچونه راکړي بايد بورډ د نورو سره خبرې وکړي چې زموږ لوبغاړي مصروف وساتل شي.

مرسل فضا، کندهار

زما په اند د کریکټ بورډ د حمید حسن په اړه دا ډېره غلطه او ناسمه پرېکړه ده ځکه هغه يو ښه لوبغاړی دی او ښایي د هغه پر لوبه ډېر منفي اغېز وکړي . په نورو هېوادونو کې هم دا څه تکرار شوي چې ښه لوبغاړی د کپتانۍ د چارو د غاړه کېدو سره ښه نشي پاتې کېدای.

ضياء، خوست

زما په اند د کریکټ بورډ د حمید حسن په اړه دا ډېره غلطه او ناسمه پرېکړه ده ځکه هغه يو ښه لوبغاړی دی او ښایي د هغه پر لوبه ډېر منفي اغېز وکړي . په نورو هېوادونو کې هم دا څه تکرار شوي چې ښه لوبغاړی د کپتانۍ د چارو د غاړه کېدو سره ښه نشي پاتې کېدای.

مرسل فضا، کندهار

حميد بايد يو ځل بيا خپله لويي وښيي او د کپټانۍ له منلو ډډه وکړي، ځکه چې د کپټانۍ فشار دده وړتيا ته زيان رسولى شي، زما په باور د سمدستي لپاره نوروز منګل، د يوه بردباره او حوصله لرونکي لوبغاړي په توګه ددې عهدې اصلي حقدار دى، نوموړي وښووله، چې افغان لوبډله کولاى شي، چې دده د منظمې کپټانۍ لاندې د نړۍ په خورا مشهورو ډګرونو هم لوبه وکړي او برياليتوب ترلاسه کړي.

محمدولي شکين وال، پکتیکا ښرنه

زما په اند دا ښه فیصله نه ده، نوروزمنګل بايد پر خپل ځای پاتې شي.

محمد شفق لکڼوال، جلال اباد

دایوه غلطه فیصله ده، د افغانستان کریکټ بورډ د نوروزمنګل د ليرې کولو هېڅ دلیل نه لري.

مسلم جان، میدان وردګ

زما په فکر دا ډېره غلطه پرېکړه ده، د کپتانۍ بوج پر داسې یوه بالر باندې چې تر ډېره د ټولو سترګې د هغه بالینګ ته وي، بالکل غلطه ده،

ذهین، هلمند

زما په نظر که چېرې په لوبه کې د مسؤولیت وېش وشي، دا به ښه خبره وي یعنې حمید حسن نه شي کولای چې هم ښه لوبه وکړي اوهم دې یو کامیاب کپتان واوسي . باید داسې لوبغاړی کپتان شي چې تجربه ولري.

ریاض الدین، ننګرهار

زماپه اند د نوروزمنګل په شان زوړور کپټان نه په افغانستان کې پخوا او نه به وروسته راشي باید کرکټ بورډ دا فیصله بېرته واحلي.

اما ن الله کامران "احمدزی"، کابل

په دې کې هېڅ شک نه شته چې حمید حسن یو ښه لوبغاړی دی،خو د کپتانۍ مسؤولیت به دده لپاره مشکل وي ځکه چې هغه دومره تجربه نه لري چې د کپتانۍ دنده پر مخ بوځي.

ذهین، هلمند

د کپتانۍ اصلي حقدار محمد نبي دی، ځکه چې هغه د کریکټ په رول ښه پوهېږي او کله هم تېر باورل کپتان نه دی کامیاب شوی.

نجیب الله خوستی، پېښور

زما په فکر دا ډېره غلطه پرېکړه ده، د کپتانۍ بوج پر داسې یوه بالر باندې چې تر ډېره د ټولو سترګې د هغه بالینګ ته وي، بالکل غلطه ده، او دابه دده لوبه خرابه کړي، لکه څنګه چې د محمد نبي لوبه یې خرابه کړه، او بل دا حتمي نه ده چې یو ښه بالردې یو ښه کپتان هم شي. زما په فکر که دوی غوړاړي چې ځوان کپتان وروزي، نو وړ کس دې د فعلاً لپاره د نوروز منګل مرستیال وټاکل شي تر څو تجربه واخلي، او د تجربې نه وروسته د اړتیا په صورت کې کولای شي هر وخت هغه د نوروز پر ځای مخته کړي.

شاه محمد، کابل

د کریکټ بورډ دا فیصله زما په نظر سمه نه ده، ځکه چې حمید حسن ښه بالر دی که هغه کپتان شي نو کېدای شي په هغه باندې فشار ډېر زیات شي نو مشکله ده چې دواړه کارونه په یو وخت کې سم پر مخ بوځي.

وهاب، خوست

نوروزو غوره کپټان دی، چې باید پر خپل ځای پاتې شي.

رحمت الله هاشمي، خوست

دغه بالکل علطه پرېکړه ده چې حمید حسن يې کپتان ټاکلی دی باید نوروزمنګل وټاکل شي.

سمیع الله خان ځدراڼ، تبوک، عربستان

د تعجب وړ خبره ده یو کپتان د دوه میچونو ته مقرر کړي او بېرته لېرې کړي نو په دوو میچونو د یو لوبعاړی د کیپتانۍ لایقت معلومېدلی شي. کریکټ بورډ باید بېرته نبي راولي او په حمید حسن باندې دې بوج نه راولي. حال دا چې نبي د ون ډې کپتان هم کړی و او یو میچ یې هم ونه کړ بیا لېرې شو دا څه حال دی؟

اکرام الله وحیدي، جلال اباد

موږ ټول پوهېږو چې د کپتان بدلون پر اصلي معیارونو نه دی شوی، دا ټولو ته مالومه ده چې نوروزو منګل تر ټولو غوره دی، او دا وړتیا لري چې افغان لوبډله پر ښه لوري سوق کړي، دا به زما په اند ښه وي چې هغه بېرته پر خپل ځای پاتې کړي.

سعید الله ترکی، کندهار

د حمید حسین پر ځای د نوروز منګل بېرته د T20 او ODI لپاره کپټان شي، ډېره مثبته اغېزه لي، ځکه چې نوروز منګل په حقیقت کې یو تجربه لرونکی کپتان دی، حمید بیا خپلې لوبې ته مکمله پاملرنه کوي.

داد خان احمدزی، ګردېز

هستي ګل کپتانۍ ته سم سړی دی.

احمد خاطر، کابل

حیمد شینواری له دې لارې غواړي چې لوبغاړي یو بل سره مخالف شي او ددې خبرې غچ واخلي چې لوبغاړو دده شکایت ریس جمهور ته کړی وو چې په پای کې حمید شینواری استعفی ته مجبور کړای شو. حمید حسن ته پکارده چې کپتاني قبوله نه کړي، کنه نو افغانستان لوبډله لکه د پاکستان ۵ او ۶ زاړه او نوي کپتانان ولري او بې اتفاقه به شي.

ذبیح الله ساپی، کابل

هیله ده چې له افغان لوبډلې نه د پاکستان لوبډله جوړه نه شي، دا یوه ډېره غلطه پرېکړه ده، چې په بشپړه توګه د ټیم په زیان ده، که نوروز منګل بریالی کپتان وای، نو دوی ولې لیرې کړ؟

مالیار احمدز، جلال اباد

دا واقعيت دى چې کپتاني د لوبغاړي په لوبه ډير اثر کوي. زه دا وايم چې د حميد حسن کپتان کېدل غلطه پرېکړه ده. نوروز منګل د کپتاني پوزېشن لپاره يو غوره انتخاب دى.

جاوېد، لښکرګاه

زما په نظر نورزمنګل تر نورو ښه ځلېدلی او کریم صادق او محمد نبي و نه شوای کړای چې دا دنده په ښه توګه سر ته ورسوي که څه هم دا ډواړه تکړه لوبغاړي دي، خو په دې ونه توانېدل چې یو ښه کپتان شي، نو اوس خبره حمید حسن ته راغله . زما په فکر حمید حسن کولی شی چې د یوه ښه (الروندر) تر څنګ یو ښه کپتان هم پاتې شي.

ذبیح الله سباوون، نرخ میدان وردګ

زما په نظر دډېروبدلونونو په څای کریکټ بورد باید هرکس پخپل څای د پرمختګ په لور وهځوي، چې د افغانستان ملي لوبډله لا ښه وځلېږې اونورې ډېرې لاسته راوړنې ولري.

لعل الدین آریوبی، کابل

حمید حسن د افغانستان تر ټولو لوبغاړو منل شوی او محبوب لوبغاړی دی، خو ده ته ورسپارل شوې دنده ( کپتاني) به دی د محبوبیت او شهرت له اسمانه راوغورځوي.

زین الله بابکرخېل، پېښور

زه خپله د کريکټ بورډ له دې پرېکړې سره مخالف یم ځکه حمید حسن یو تګړه بالر دی که چېرې کپتان شي په هغه بکار ډېرېږي، خپله به سمه لوبه ونه کړای شي اوهروخت د کپتان ډېرمسؤولیت وي د لوبې په میدان کې د دې کارلپاره بریالی کپتان نورزمنګل دی.

محمد یونس ارین، میسور، هندوستان

زه هم د هستي ګل نظر تاییدوم، حمید حسن زموږ د کریکټ د لوبو په میدان کې یو زمری دی، خو دا کپتاني به په هغه باندې یو بوج شي. نو باید د ټولو لوبو کپتاني نوروز منګل ته ورکړل شي، او حمید حسن دې په خپل باولینګ کې ښه تمرینونه وکړي.

محمد صادق زهیر

زما په فکر په لوبډله کې ډیری لاسوهنې به د لوبډلې په ناکامۍ تمامې شي لکه د پاکستان چې پخوا لومړی نمبر وو اوس تقریباً اووم نمبر ته رسېدلی دی. تغیرات باید رانشي چې تر څو په لوبډله کې اختلافات رامنځه ته نه شي.

خوشحال، جلال اباد

رما په نظر دغه پرېکړه سمه نه ده ځکه چې د لوبې په جریان کې به پر حمید حسن ډیر فشار وي . حمید چې د افغانستان د لوبډلې د ملا د تیر حیثت لري په دغه لوبغاړي باید فشار نه وي او ازاده او بې فشاره وي چې لوبه وکړي.

محمود رحمتي، کندهار

د افغانستان د کريکټ لوبډه ماشاءالله د افغانانو لپاره نړيوال فخر دى، خو زه په دې دعا يم چې خدای مه کړه د شخصي مفاداتو پر اساس نظر نه شي او د ملي ګټو پر بنياد پريکړې وشي. د نوروز منګل سابقې ته په کتو ښايي د اوس لپاره هم دى د حميد حسن ځاى ونیسي، ځکه حميد حسن بايد پرېښودل شي چې په خپل مقام کې لا نور نړيواله توجه خپله کړي.

انجینیر زکریا تنها، ننګرهار

ز د يو كریكت لوبغاري به صفت ويلي شم چې كومې لانجې چې په كریكت بورډ كې روانې دي اول دې هغه صحيح شي او كپتاني اسانه كار دی.

علي خان، جلال اباد

په لومړي سر کې زه په دې ویاړم چې افغانانو کې ډېر لوړاستعدادونه شته چې بېلگه يې د کریکټ په ډگر کې نړیوالو ته ځان وښود. که اوس حققیت ته نظر وا چوو، نوروزمنگل تر دې مهاله په کپتاني کې ښه وړتیا ښودلې نو که چېرې بې له فکره او مشورې دغه مسؤولیت حمید حسن ته وسپارل شي، نو دا ډېرگران کار دی چې هم د لوبې کولو چارې سرته ورسوو او ورسره د کپتانۍ کار. نو زما په فکر نوروزمنگل دې په خپله دنده پاتې وي او حمید حسن دې په خپل پوزېشن کې وي .

حکمت، پېښور

دا د کریکټ بورډ یوه بده پرېکړه ده.

ډاکټر سعید، لندن

ټول لوبغاړي د افغانستان ملي ویاړنې او افتخارات دي او د دوی د هر بري تر شا د هغوی ملي احساس نغښتی دی. هېڅ یوه لوبغاړي ته باید په سپک نظر ونه کتل شي او هر یو سره باید جلا جلا کار وشي تر څو هر یو بېل بېل د خپل مسلک سره په خوا کې یو ښه لارښوود او با مسؤولیته لوبغاړي ثابت شي. د کریکت لوبه هېڅ وخت په یو لوبغاړي نه ګټي د ټیم ټول لوبغاړي په بریاوو کې مساویانه رول لوبوي ولوو چې یو لوبغاړی په صفر کې هم اووټ شوی وي. نو دا بده خبره نه ده چې ټول لوبغاړي وار په وار سره په لیډرشیپ کې هم وروزل شي .

عطاءالرحمان درانی، کابل

زما په فکر چې یوازې په یو کس تکیه کول به په راتلونکې کې د افغانستان کريکټ لپاره ډېرمشکلات رامنځ ته کړي. نوروز منګل په کپتانۍ كې څه هېڅ ډول كمی نه شته، خو بیا هم ددې لوبغاړو د عمر د زیاتوالي له کبله ددې اړتیا په جدي ډول محسوسېږي چې باید نورو لوبغاړو ته چانس ورکول شي. زه خپله شخصاَ چې کله په کريکټ بورډ کې ووم نو تمرکز مو هم په دې خبرو وو. بیا هم د ټولو دوستانو نظرونه د قدر وړ دي.

احمد ضیاء، کابل

زه د کریکټ بورد ددې پرېکړې څخه راضی نه یم، دا سمه ده چی حمید حسن یو ښه بالر دی، او ډیر ښه ځلېدلی، خو زما په نظر حمید حسن د کپتانۍ لپاره وړ کس نه دی، هغه په دې برخه کې کافي تجربه نه لري، زما د کریکټ بورډ نه دا غوښتنه ده چې نوروزمنګل، یا محمد نبي بېرته د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان کړي، د نړۍ په ډېرو کمو لوبډلو کې لیدل کېږي چې بالر کپتان اوسي.

انځرګل، کابل

د هستي ګل عابد نظر سم دی . که چېرې حميد حسن کپتان شي بيا به افغانستان يو ډېر پياوړى لوبغاړى د لاسه ورکړي او هم به يې کپتاني کومه سمه نتيجه ورنکړي. د افغانستان خلک او د کریکټ پوهان په دې باوردی چې حميد حسن بايد تل د يوه وتلي لوبغاړي په توګه وځلېږي.

ډاګټر الیاس پکتین، جلال اباد

زما په نظر خو د کریکټ بورډ مسوولین د کریکټ لوبې ماهرین نه دي او دوی دا هم نشي تحلیلولی چې څوک ښه او څوک ښه کپتاني نشي کولی. هرڅوک چې په یوه یا دوه لوبو کې وځلیږي بیا نو هغه د بلې لوبې لپاره کپتان وټاکل شي.

نجیب الله "سامح"، بلجیم

زه هم د هستي ګل عابد نظر تاییدوم، د نوروزمنګل یوه ښېګڼه دا ده چې په لوبو کې د فشارلاندې نه راځي.

درمل ستانکزی، نیویارک

زه نه پوهیږم چې ولې په دومره بې پروايۍ سره د ټیم کپتان بدلوو. که واقعاً مو د کریکټ بورډ غواړي ملت ته خدمت وکړي، نو د کپتان د بدلولو او د ټیم د ټوټه کولو پرځای دې دا هڅه وکړي چې له ښو ټیمونو سره ورته مسابقې تیارې کړي.

علي خان، جلال اباد

ز د يو كریكت لوبغاري به صفت ويلي شم چې كومې لانجې چې په كریكت بورډ كې روانې دي اول دې هغه صحيح شي او كپتاني اسانه كار دی.

نجیب الله "سامح"، بلجیم

زما په نظر خو د کریکټ بورډ مسوولین د کریکټ لوبې ماهرین نه دي او دوی دا هم نشي تحلیلولی چې څوک ښه او څوک ښه کپتاني نشي کولی. هرڅوک چې په یوه یا دوه لوبو کې وځلیږي بیا نو هغه د بلې لوبې لپاره کپتان وټاکل شي.

لعل ګل لعل، کابل

زه هم د ښاغلي عابد سره ورته نظر لرم ځکه چې حمید حسن په ملي ټیم کې یو غښتلی او د پام وړ لوبغاړی دی د هغه لپاره په دې وخت دا ډیره ضروري ده چې خپلې لوبې ته نوره هم ځانکړې پاملرنه وکړي ترڅو هروخت د خپل ټیم ملا د سیالي په میدان کی نوره هم ورکلکه کړي. نو کریکټ بورډ باید په خپله فیصله بیا نظر وکړي او بل کوم وړ کس کپتان وټاکي زما په اند ښه تجربه لرونکی کپتان منګل دی بورډ دې د منګل په اړه فکروکړی، مطلب مې دا نه دی چې حسن وړ کس نه دی، بلکې حسن کولی شي چې د لوبې په ډګر کې د ملي ټیم د ملا تېر واوسي.

محمد یونس ارین، میسور، هندوستان

یونان، د اتن ښار زما په نظرنوروزمنګل تر ټولو بریالی کپټان دی، خو باید نورو لوبغاړو ته هم موقع ورکړﺉ. حمید حسن ډېر ښه ځلېدلی دی او باور لرم چې هغه به بریالی وي.

محمد اغا اخندزاده

زه خپله د کريکټ بورډ له دې پرېکړې سره مخالف یم ځکه حمید حسن یو تګړه بالر دی که چېرې کپتان شي په هغه بکار ډېرېږي، خپله به سمه لوبه ونه کړای شي اوهروخت د کپتان ډېرمسؤولیت وي د لوبې په میدان کې د دې کارلپاره بریالی کپتان نورزمنګل دی.

كليم الله، دبۍ

زما په نظر تر ټولو بريالی كپتان نوروز منگل دی بايد هغه د ټولو لوبو كپتان شي. (دا دی نشر شوه ګرانه)

محمد اغا اخندزاده، یونان، د اتن ښار

زما په نظرنوروزمنګل تر ټولو بریالی کپټان دی، خو باید نورو لوبغاړو ته هم موقع ورکړﺉ. حمید حسن ډېر ښه ځلېدلی دی او باور لرم چې هغه به بریالی وي.

مينه ګل شينواری، برتانیا، برمینګهام

د حميد حسن د افغانستان کریکټ ٥٠ فيصده ده، که نوموړي ته يې په ځان توان ښکاري نو بېشکه ټول مينوال به يې هرکلی وکړي، خو که حميد حسن يې نه کوي، نو بيا زما رايه به نورعلي او يا نوروز ته وي.

محمديوسف احمدزی، کویټ

موږ يو نامتو استاد ته اړتيا لرو كه هغه هر څوك وي ځکه چې زموږ بیټمینان ډېر کمزوري دي د نورو نړیوالو په پرتله.

محمد ولي ستانکزی، پروان

رښتیا خبره داده چې د افغانستان کریکټ بورډ کپتانان جوړوي او که د یوغښتلي ملي ټیم؟ دا هسې بابولالې دي ځکه دوی د خلکو زړونه له دې نوې لوبې نه توروي بل څه نه کوي.

الفت، اوسلو، ناروې

زه خوښ یم په دې پرېکړه

جان محمد ناصري، اتریش، وېین

زماپه نظرد کريکټ بورډ دا پرېکړه ناسمه پرېکړه ده، ره فکرکوم نوروز منگل کپتانۍ ته ښه برابر دی .

محمدآصف"بهرامزی"، کندهار هوايي ډګر

زما له نظره هستي ګل ښه نظر لري خو د زړونو مالک خدای (ج) دی چې هستي ګل به د زړه له کومي کریکټ د غمه دا نظر ورکړی وي او که د لیډرانو په شان د خپل مقصد لپاره او د بل کومې پټې معاملې لپاره دا نظر ورکړی وي. هر څه په خپل ځای . زما له نظره حمید حسن نور بوج وانه چول شي. شاید په لوبې بد اغیز وکړي او زه هم له ګران ورور حمید حسن هیله کوم چې دې مسؤولیت ته غاړه کېږدي، ځکه چې زموږ په هره لوبه کې حمید حسن ته سترګې په لار یو اوس خو لا وخت شته کپتاۍ سره به وروسته ګورو.

تقیب الله، کندهار

ډېر ښه. حمید حسن ښه کپتان دی.

سمیع الله خان ځدراڼ، تبوک، عربستان

دغه بالکل علطه پرېکړه ده چې حمید حسن يې کپتان ټاکلی دی باید نوروزمنګل وټاکل شي.

نجیب الله خوستی، پېښور

د کپتانۍ اصلي حقدار محمد نبي دی، ځکه چې هغه د کریکټ په رول ښه پوهېږي او کله هم تېر باورل کپتان نه دی کامیاب شوی.

داود، اخترزی

زيات بدلونونه ددې سبب كېږي چې په همدې لوبډله کې نفرت پیدا کړي، ډېره لاسوهنه بیا په هماغه اندازه ستونزې راټوکوي، دا بدلون شخصي لاسوهنه ده، نه ملي.

محمدآصف"بهرامزی"، کندهار هوايي ډګر

زماپه نظرد کريکټ بورډ دا پرېکړه ناسمه پرېکړه ده، ره فکرکوم نوروز منگل کپتانۍ ته ښه برابر دی .

صالح محمدغزنوی، کراچۍ

افغانستان باید د پاکستان نه عبرت واخلي که په دې شیانو کې فایده وای پاکستان به د کریکټ په نړۍ کې اول نمبرهېواد وای، لطفاً نوروز دوباره کپتان جوړ کړﺉ‎، ځکه چې د کپټانۍ له کبله پر حمید حسن ضرور فشار راځي.

ډاکټر فرید احمد، لغمان

زما په نظردا ښه فیصله نه ده، او زما نظر دا دی چې حمید نه زموږ د افغانانو ډېره تمه ده چې په بالینګ کې په نړۍ کې وتلی شي، نه کپټانۍ کې

مطیع الله او محمد زاهد، کندهار

حمید حسن خو د ټولو د افغان کریکټ مینه والو شخصاَ زموږ خوښ دی، خو د لوبو په هره برخه کې هر لوبغاړې خپل ځای او مقام لري، حمید حسن پر خپل ځای (بالر) ښه ايسي او نوروز منگل پرخپل ځای هستي ګل له تجربې ډېره ډکه خبره کړې ده.

میوند، ناروې

پر دې ویاړم چې د کریکټ لوبډله لرو، زه د هستې ګل له نظر سره موافق یم، ځکه د کریکټ له بورډ څخه غواړم چې حمید حسن کپتان ونه ټاکي.

مجاهد چكري، اسلام اباد

زه فکر کوم چې دا یوه غلطه پرېکړه ده.

امان الله احمدزی، ویانا

د كټتانۍ لپاره خو داسې يو څوك بايد غوره شي چې څه ناڅه لږ تجربه ولري، ‎او حميد حسن خو لاسته راوړنې لري، خو د کپټانۍ مسؤولیت به پر هغه دروند بار وي، غوره به داوي چې ټوله کپتاني نوروز منګل ته وسپارل شي.

ځدراڼ ښایسته ګل، فرانکفورټ

زه هم د هستي ګل عابد نظر تاییدوم، د عابد دا پرېکړه ډېره ښه ده، چې وايي حمید حسین لوبه به خراب کاري رامنځ ته کړي، ځکه چې حمید حسن زموږ د افغانستان یو زمری دی.

عبدالله جمال، جلال اباد

دا د افغانستان د کریکټ بورډ لخوا یوه ښه فیصله ده، ځکه چې حمید حسن د ډېرو خت راهیسې لوبه کوي. پکار ده چې حمید حسن کپتان شي، باید حمید حسن نوره هم خپله لوبه ښه کړي.

عبدالرحمن، چین

زما په فکر نوروز منګل د کپتانۍ لپاره ډېر ښه دی، او په حمید حسین باندې فشار زیاتېږي او هغه ډېره ښه لوبه کوي. باید پر هغه ډېر فشار رانه شي.

هارون جبارخېل، لندن

هغه متل دی (دوه پک، هغه هم سره ورک) ، اوس د افغانستان کریکټ لږ ښه شوی دی، دوی باید ملي ګټې په پام کې ونیسي، هرڅوک چې مناسب کس وي، هغه کپټان کړﺉ.

ابرارالله، چمن

زما په فکر دا ډېره غلطه پرېکړه ده، ځکه چې نوروز منګل ډېر تجربه لرونکی کپتان دی، او حمید حسن یو ښه لوبغاړی دی، نو دا د هغه له کپتانۍ سره بالېنګ خرابېدی شي. او هغه هېڅ تجربه نه لري.

احسان الله پټان مسعود، میدان وردګ

زما په اند حمید حسن د کریکټ په لوبه کې ښه تجربه لري او کولای شي چې ورسپارل شوې دنده ښه پرمخ بوځي او هیله ده چې د نوموړي کپټاني به وکولای شي چې د افغانستان د کریکټ په بریالیتوبونو تمامه شي.

عبدالرزاق سمون، کابل

زما په اند هستي ګل عابد ډېرې ښې خبرې ته اشاره کړې ده .که چېرې حمید حسن کپتان شي نو بیا به د هغه په لوبه کې ډېر بدلون راشي، ښه مثال یې د پاکستان کپتان شاهد افریدی دی. زما په اند نوروز منګل د کپتانۍ لپاره ښه وړ کس دی ځکه دده د کپتانۍ په وخت کې افغان لوبډلې ډېرې بریاوې لاس ته راوړې دي.

سردار پوپل، کندهار

شخصیت یو اسانه کار نه دی، زه فکر کوم چې د کریکټ بورډ پوره فرصت او وخت لري چې خپل کپتان وټاکي، که موږ دا بدلونونه راولو فکر نه کوم چې افغان کریکټ لوبډله دې پرمختګ وکړي.

عبدالبصير سهاک، کابل

حمید حسن یو له هغو لوبغاړو نه دی چې کولی شي لوبه هرلوري ته وګرځو خو خبر دومره چې که چېرې کپتان شي نو د پاکستان د شاهد اپریدي غوندې به ډېری وخت د کپتانۍ له فشار لاندې وي او خپل هغه استعداد چې لري په ځای په کار وانه چول شي که نه موږ په ډاډه زړه وایو چې د کپتانۍ قوي استعداد لري.

سلیمان احمدزی، کابل

محترمنو! ستاسو د ډېر زیار او زحمتونو او نه ستړې کېدونکوهلو ځلو په مټ د وران افغانستان د کريکټ ټیم د خلکو په دعاء او د رحیم رب په کمک باندې دې مرحلې ته ورسېد او په ټوله نړۍ کې د افغانستان کریکټ بورډ یوه په زړه پورې غوغا برپا کړه چې دا ټول ستاسو د زحمتونو نتیجه وه. خو د خدای په لحاظ د کریکټ بورډ نه د افغانستان تنظیمونه مه جوړوﺉ چې د قدرت پر سر نه سره جوړېدل او د دوی د هغو بې اتفاقیو او خود مانیو په نتیجه کې افغانستان څه لاس ته راوړل.

عبدالمالک همت

نورو ځوانانو د کپتانۍ هنر ورزده کول بد کار نه دی، کېدای شي يوه ورځ نوروز منګل په بل څه اخته وي، نو وخت به بيا ډېره ګرانه وي، خو خبره داده چې د نويو ځوانانو پر لوبه منفي اغېز ونه کړي.

بلال خان، لوګر

حمید حسن باید کپتان نه شي، نوروز منګل باید کپتان شي.

نقیب الله منګل، پکتیا جاني خېل

زما په نظر حمید حسن د کپتان په حیث مناسب نه دی ځکه چې هغه د افغان لوبډلې لپاره د ملا تیر دی او د بالینګ په وخت کې پر ده باندې ډیر فشار وي او کپتانۍ به یی نور هم تر فشار لاندې راولي او د بالینګ وړتیا به لاسه ورکړي.او پوښتنه دا ده چې د نوروز منګل د لېرې کېدو کوم عمده دلیل شته؟

بصیر - کابل

زما په اند دا د کریکټ بورډ د اجرایوي مشر یوه ډېره غلطه او بې وخته فیصله وه، اوسني ټیم ته په کتلو سره نوروز منګل یو ښه وړ او مناسب شخص دی او هم يې مخکې ډېر لوبې د افغانستان لپاره ګټلې دي، که چېرې دوی ضروري ګڼله چې هرومرو دې کپتان بدل شي، نو په افغان کریکټ ټیم کې یې متبادل کسان هم موجود وه، ده کولای شوای چې کریم صادق کپتان کړی وای، نورو لوبغاړو ته په کتو کریم صادق ډیر پخوانی کریکټر دی او هم له دی نورو څخه تجربه زیاته لري، هیله ده چې کریکټ بورډ خپله فیصله بېرته واخلي او نورزمنګل په خپل حال پرېږدي.

عبدالرزاق سمون، کابل

زما په اند حمید حسن د کریکټ په لوبه کې ښه تجربه لري او کولای شي چې ورسپارل شوې دنده ښه پرمخ بوځي او هیله ده چې د نوموړي کپټاني به وکولای شي چې د افغانستان د کریکټ په بریالیتوبونو تمامه شي.

امان الله احمدزی، ویانا

حميد حسن يقيناً ښكلی باولر دی، خو اوس وخت دده د كپتانۍ نه دی مستقبل كې به ورته ددې نه هم ښه چانس په لاس ورشي په نوروز منګل كې څه كمی نه شته بايد نوروز بېرته راوستل شي.

لکړوال، پېښور

زه فکر کوم چې دا یوه غلطه پرېکړه ده.

جاوېد، فیصل

زما په اند نوروز منګل د ټولو لوبو لپاره غوره او ترټولو بريالى کپتان دى. او بله دا چې د کریکټ بورډ په افغان سکور سايټ کي يادونه کړې وه چې نوروز منګل د اسيايې کپ تر ګټلو وروسته بېرته د يو ورځنيو لوبو لپاره هم کپتان ټاکل شوى وو او اوس بيا بېرته وايې چي يوازې د څلور ورځنيو لوبو لپاره به کپتان وي. او حميد حسن يو بريالى بالر دى هغه بايد په هېڅ صورت هم نه کپتان او نه هم مرستيال کپتان وټاکل شي ځکه پر خپله لوبه يې زياته منفي اغېزه ولري.

بلال خان، لوګر

نورو ځوانانو د کپتانۍ هنر ورزده کول بد کار نه دی، کېدای شي يوه ورځ نوروز منګل په بل څه اخته وي، نو وخت به بيا ډېره ګرانه وي، خو خبره داده چې د نويو ځوانانو پر لوبه منفي اغېز ونه کړي.

سید ابرار هاشمي، کابل

د کریکټ بورډ دا پرېکړه تر ډېره پرځای پرېکړه ده. د نوروز منګل نه ډېر ښه استعداد لري او تر ټولو مهمه دا جې باسواده دی. موږ ته په دا وخت کی د یو باسواده کپتان لکه حمید حسن ضرورت دی.

شها ب الدين شهاب، اسلام اباد

د حميد حسن ټاکنه پرځای ټاکنه نه ده ځکه حميد حسن يوازېنی تېز توپ اچونکی دی چې هروخت يې د افعانستان ملي لوبډلې ته بريا ورپه برخه کړې ده، کېدای شي چې کپتاني د هغه په لوبه بده اغېزه وکړي له يوطرفه به ملي لوبډله د توپ اچونې په برخه کې کمزورې شې له بل طرفه شايد چې حميد حسن دومره ګټوره کپتاني هم ونه کړي، په اسيايي لوبو کې نبي عيسی خېل ټاکنه پر ځای ټاکنه نه وه چې پيلا يي د لوبې بيلل شول که په اسيايي لوبو کې د نوروز کپتان واي شايد چې د سرو زرو مډال يي د افغانستان په برخه کړی وای نوروز منګل وړ کس دی.

لکړوال، پېښور

حميد حسن يقيناً ښكلی باولر دی، خو اوس وخت دده د كپتانۍ نه دی مستقبل كې به ورته ددې نه هم ښه چانس په لاس ورشي په نوروز منګل كې څه كمی نه شته بايد نوروز بېرته راوستل شي او د ټيم اتحاد بايد خراب نه كړي چې بيا به يو پر بل اعتماد نه كوي ځكه چې د كپتانانو ژر ژر بدلول پر لوبغاړو بده اغېزه كوي او روحيات بايلي او د لوبې رونق هم خرابوي او د ولس په منځ کې شكونه هم پيدا كېږي چې ولې يو ورځ يو كپتان وي او بله ورځ بل . نو زما دا نظر دی چې نوروز دې بېرته راوستل شي، هغه ښه قوي كپتان دي.

حنیف احمدزی، پکتیا

زه فکر نه کوم چې هېڅ کوم یو دې سمه کپتاني وکړای شي، موږ ولید چې د سیالیو پرمهال زیاتره مېچونه وبایلل شو، ځکه چې د نوروز منګل او محمد نبي ناسمې پرېکړې یې لامل شوې، تل کپتانان د نورو باولرانو پروړاندې خپل نظر ښه ګڼي.

تاسو د کريکټ بورډ دغه پريکړې څرنگه ارزوئ ؟

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .