د جنورۍ ۱۵مه، د تاريخ په پاڼو کې

ناسا - NASA
Image caption ١٩٩٨ - د امريکا د فضايي پلټنو مرکز 'ناسا' اعلان وکړ چې ٧٦ کلن جان گلين به يوځل بيا فضا ته ولېږي

١٥٣٥ - اتم هنري، خپل ځان د انگلستان د کليسا مشر اعلان کړ

١٥٥٢ - فرانسې د جرمني له پروتستانتو سره يوه پټه موافقه لاسليک کړه

١٨٣١ - په امريکا کې جوړ لومړي لوکوموتيب لومړی مسافر وړونکی اورگاډی په حرکت راوست

١٩١٥ - جاپان د چين اقتصادي کنټرول په لاس کې واخيست

١٩٤٤ - جنرال ايزن هاور لندن ته رواوسېد

١٩٧٦ - شوروي اتحاد د قزاقستان په ختيځ کي اتومي ازموينه وکړه

١٩٩١ - ملګرو ملتونو عراق ته له کوېټ نه د وتو وروستۍ نېټه وټاکله

١٩٩٧ - د 'اتلانتس' فضايي بېړۍ د مېر په فضايي اډه کې ښکته شوه

١٩٩٨ - د امريکا د فضايي پلټنو مرکز 'ناسا' اعلان وکړ چې ٧٦ کلن جان گلين به يوځل بيا فضا ته ولېږي

ورته مطالب