په افغانستان کې د 'سټریټ کریکټ ټورنمټ' وشو

لوبغاړي
Image caption د دغو ۱۲لوبډلو ترمنځ پایلوبې ته یوازې د شهید داود او باختر ښوونځي لاره وموندله چې بلاخره باختر د دغو سیالیو اتله شوه.

د افغانستان په خوست ولایت کې د 'سټریټ' په نامه د کریکټ سیالۍ وشوې.

دا ډول کریکټ که څه هم په یو شمېر نورو هیوادونو کې دود دی خو د چارواکو په خبره دا لومړی وار دی چې په رسمي ډول په دومره لویه کچه کې په افغانستان کې ترسره کیږي.

دا د کریکټ له نورو ډولو سره خورا توپير لري داسې چې په دغه لوبه کې ټول پنځه اورونه وي او هر اور څلور باله لري.

لوبډله هم یوازې له شپږو کسانو جوړیږي او جالبه یې لا دا چې که کوم بیټسمن شپږیزه ووهله هغه اوټ دی خو شپږیزه یې د ټیم په رنزونو کې حسابېږي او 'ویکټ کیپر' په دغه لوبه کې د لوبې پیلوونکی دی.

دا ډول لوبه همدا اوس په خوست ولایت کې د ښوونځیو د دوولسو لوبډلو ترمنځ وشوه چې تنظیم او ترتیب یې د لوبې د روزنیزې موسسې په نامه یوه خصوصي انجو مخ ته بیولې.

د دغو ۱۲لوبډلو ترمنځ پایلوبې ته یوازې د شهید داود او باختر ښوونځي لاره وموندله چې بلاخره باختر د دغو سیالیو اتله شوه.

Image caption د سټريت یا کوڅې کریکټ دامهال د نړۍ د کریکټ له شورا سره راجستر دی او په ډېرو هېوادونو کې ترسره کیږي.

د دغې موسسې یو چارواکی زراب شاه زهیر د بي بي سي پښتو ویپاڼې ته وویل خوست مېشتو له دا ډول کریکټ نه ډېر خوند واخیستو، او دوی یو شمیر تکړه لوبغاړي هم په نښه کړل چې ښايي په ایند کې د افغانستان د کمکیو ځوانانو ټیمونو ته لاره وکړي.

د سټريت یا کوڅې کریکټ دامهال د نړۍ د کریکټ له شورا سره راجستر دی او په ډېرو هېوادونو کې ترسره کیږي.

په افغانستان کې که څه هم کریکټ ډېره مخینه نلري خو د دغه هیواد د ملي لوبډلې وروستیو بریاوو په افغانستان کې د دغې لوبې ګڼ مینوال پیدا کړل د ډېرو خلکو پام دغې لوبې ته واوښت.

ورته مطالب