د فبرورۍ پنځمه، د تاریخ په پاڼو کې

۱۹۶۹- د امريکا د وګړو شمېره ۲۰۰ ميليونو ته ورسېده د انځور حقوق AP
Image caption ۱۹۶۹- د امريکا د وګړو شمېره ۲۰۰ ميليونو ته ورسېده

۱۴۴۸ - د جرمن رومان کاتوليک امپراطور په بلجيم کې ونيول شو

۱۶۴۹- د ويلز شهزاده دويم چارلز پاچا شو

۱۷۸۲ - هسپانيويانو د مديترانې جنوبي سيمې له انګليسانو ونيولې

۱۷۸۳- په کالبريا کې د درنې زلزلې له امله ۴۰۰۰۰ کسان ووژل شول

۱۹۰۴- امريکا پر کيوبا خپله ولکه پرېښوده

۱۹۱۸- امريکايي پيلوټ سټيفن ټامپسن لومړی ځل د دښمن الوتکه راښکته کېدو ته مجبوره کړه

۱۹۱۸- په روسيه کې د حکومت او کليسا تر منځ چارې بېلې شوې

۱۹۴۵- امريکا ځواکونه د جنرال دوګلاس تر قوماندې لاندې د فليپين پلازمېنې مانيلا ته ننوتل

۱۹۵۸- جمال عبدالناصر د عربي ټولنې لومړی مشر شو

۱۹۶۹- د امريکا د وګړو شمېره ۲۰۰ ميليونو ته ورسېده

۱۹۸۰- د مصر پارلمان له اسراييلو سره د اړيکو پر پرېکولو رايه ورکړه

ورته مطالب