پاکستان په ۲۰۵ منډو کېنيا ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څلورو پاکستاني لوبغاړو له پنځوسو زیاتې منډې وکړې او عمر اکمل د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

د پاکستان کرېکټ لوبډلې د چهارشنبې په ورځ د سريلانکا د همبنټوټا ښار په یوه لوبغالي کې کينیا ته په ۲۰۵ منډو ماتې ورکړه.

د پاکستاني لوبډلې کپتان شاهد افريدي ټاس يا پچه وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه.

که څه هم د پاکستان له لوري د لوبې پرانستونکو لوبغاړو ( اوپنرانو ) ښه لوبه ونه کړه ، خو ورپسې یا ( مډل ارډر ) توپ وهونکو په زړه پورې لوبه وکړه او د اوو لوبغاړو په سر يې ۳۱۷ منډې وکړې.

څلورو پاکستاني لوبغاړو له پنځوسو زیاتې منډې وکړې او عمر اکمل د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

د کېنيا له لوري ټامس اوډويو درې پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

د دغه هدف د تر لاسه کولو لپاره د کينيا لوبډله ميدان ته را ووتله ، خو د پاکستاني توپ غورځوونکو يا باولرانو پر وړاندې يې مقاومت ونه شو کړی او ټول ټيم په ۳۴ اوورنو کې د ۱۱۲ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.

د پاکستان د لوبډلې کپتان شاهد افريدي د ۱۶ منډو په ورکولو سره پنځه کينيايي لوبغاړي وسوځول.

له افريدي پرته محمد حفيظ يو لوبغاړی او عمر ګل درې لوبغاړي وسوځول او يو کينيايی لوبغاړی په منډه کې وسوځېد.

دا لومړی ځل وو چې پاکستان او کينيا د نړيوال جام په لوبو کې له يو بل سره مخامخ شول. تر دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ شپږ نړېوالې لوبې شوي دي چې شپږ سره پاکستان ګټلي دي.

د کينيا کرېکټ لوبډلې د ۱۹۹۶ کال په نړیوال جام کې د لومړي ځل لپاره برخه واخيسته او په دې نړيوال جام کې يې وېسټ انډيز لوبډلې ته په ماتې ورکولو ټول حيران کړل او د کرېکټ په ۲۰۰۳ نړيوال جام کې ان ځان تر سيمي پاينل یا نيمه پای لوبې ورساوه.

ورته مطالب