ايرلنډ په يوه په زړه پورې لوبه کې انګلستان مات کړ

د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړيوال جام پېنځلسمه لوبه د هند په بنګلور ښار کې د انګلستان او ايرلنډ ترمنځ وشوه، چې ايرلنډ په دريو وېکټو وګټله.

د لوبې په پيل کې پچه د انګلستان لوبډلې وګټله او پخپله يې منډې پيل کړې.

د انګلستان لخوا جانتن تراټ او يان بېل تر ټولو ښې منډې وکړې او د خپلو نورو ملګرو په ملتيايې سيالې لوبډلې ته ۳۲۸ هدف وټاکه.

په بالېنګ کې د اېرلنډ لخوا جان مونيي تر ټولو ښه وځلېد او څلور مخالف لوبغاړي يې اوټ کړل، خو نورو يې ډېر څه ونه شو کړای.

د اېرلنډ د منډو جوړولو پيل که څه هم ښه نه و او په لومړي او لسم اوور کې يې يوه يوه وېکټه له لاسه ورکړه، خو دوام يې ډېر په زړه پورې و.

له لسم اووره تر ۲۱ مه د کېوين اوبراين او کوسک د ۱۶۲ منډو ملګرتيا د ايرلنډ ټيم په پښو ودراوه.

د چهارشنبې ورځې په لوبه کې د روان جام لومړۍ تر ټولو تېزه سليزه کېوين اوبراين ووهله، چې په ۶۳ بالونو يې ۱۱۳ منډې وکړې.

که څه هم دی او ملګری يې رن اوټ شول، خو منډې يې داسې حد ته ورسولې، چې پوره کول يې ګران کار نه و.

د اېرلنډ لوبډلې په ډېره ښه توګه وکړای شوای په داسې حال کې چې درې وېکټې او پېنځه باله يې لرل د انګلستان لخوا ورکړل شوی هدف پوره کړي او په دې توګه په روان جام کې خپله لومړۍ بريا ثابته کړه.

تر دې وړاندې ايرلنډ له بنګله دېش سره لوبه کړې وه، چې ماتې يې خوړلې وه.

انګلستان د روان جام له پياوړو لوبډلو حسابېږي او د تېرو ۲۰ اوريزو لوبو اتل هم دی. د لوبې له پيله وړاندې په تېره بيا هغه مهال چې انګلستان اېرلنډ ته ۳۲۸ منډې هدف وټاکه هېچا هم دا باور نه کاوه چې لوبه به د اېرلنډ په ګټه پای ته ورسېږي.

انګلستان وړاندې تر دې هالنډ ته ماتې ورکړې او له هند سره يې لوبه مساوې کړې وه.

د لوبو په جدول کې دا مهال انګلستان درې او ايرلنډ هم دوه پاينټه لري.

د روان جام دوه نورې لوبې به د پنجشنبې پر ورځ ( د مارچ ۳مه) په هند او سريلانکا کې وشي. په دې لوبو کې به سويلي افريقا له هالنډ او پاکستان هم له کينيا سره مخامخ شي.

ورته مطالب