د کريکټ د نړيوالو لوبو لومړی پړاو پای ته ورسېد

شاهد افریدی د انځور حقوق AFP
Image caption لومړۍ لوبه به د پاکستان او ويسټ انډيز ترمنځ د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې وشي .

د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ نړيوالې لوبې چې څه باندې يوه مياشت وړاندې پيل شوې خپل نوي پړاو ته ننوتې.

يادې لوبې په دريو هيوادونو بنګله دېش، هند او سريلانکا کې روانې دي، چې د لومړي پړاو وروستۍ سيالۍ يې د يکشنبې پر ورځ (د مارچ ۲۰ مه) وشوې. د پای په دوو لوبو کې کينيا او زمبابوې او هند او ويسټ انډيز سره مخامخ شول چې پای د زمبابوې او هند په ګټه و.

د روان کال په نړيوالو لوبو کې څوارلسو ټيمونو په دوو الف او ب ډلو کې سيالۍ پيل کړې، چې د لومړي پړاو تر پايه هر ټيم شپږ شپږ ځلې ولوبېد .

په دې لړ کې د هرې لوبې ګټونکي ټيم ته دوه پاينټونه ورکول کېدل، چې تر پايه د چا پاينټونه تر لسو اوچت شول او د چا هم په صفر کې پاتې شول. هېڅ کومه لوبډله په دې ونه توانېدله، چې خپلې ټولې لوبې وګټي او پوره ۱۲ پاينټه واخلي.

په ګردو څوارلسو لوبډلو کې يوازې پاکستان له الف ډلې او سويلي افريقا له ب ډلې په دې وتوانېدل چې لس پاينټه خپل کړي، يانې له خپلو کړو سياليو پنځه وګټي او يوه هم وبايلي.

ددوی ترڅنګ سريلانکا، استراليا او هند نهه نهه پاينټه واخيستل خو نوي زيلاند اته، انګلستان اووه او ويسټ انډيز هم شپږ پاينټه خپل کړل.

د لومړي پړاو شپږ لوبډلې، چې له اې ګروپه زمبابوې، کاناډا او کينيا او له ب ګروپه بنګله دېش، ايرلنډ او هالنډ دي په دې ونه توانېدل چې د جام دوېم پړاو ته لار پيدا کړي او له لوبو ووتل.

له لوبو وتلو ټيمونو کې يوازې بنګله دېش ښه ولوبېد او شپږ پاينټه يې لرل، خو د منډو اوسط يې دومره پياوړی نه و، چې بل پړاو ته ولاړ شي.

د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړيوالو سياليو په دوېم پړاو کې به د اتو لوبډلو ترمنځ څلور لوبې وشي. يادې لوبې د روانې مياشتې (مارچ) پر ۲۳ مه پيلېږي.

لومړۍ لوبه به د پاکستان او ويسټ انډيز ترمنځ د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې وشي .

دوېمه هغه به د يادې لوبې په سبا د هند په احمداباد کې د هند او استراليا ترمنځ وشي، درېمه لوبه چې د نوي زيلاند او سويلي افريقا ترمنځ ده بيا هم د بنګله دېش په پلازمينه ډاکه کې کېږي او وروستۍ لوبه به د سريلانکا په کولمبو کې د کوربه هيواد او انګلستان ترمنځ د مارچ پر ۲۶مه وشي.

په دوېم پړاو کې د لومړي پړاو هغه دوه دوه بريالي ټيمونه سره مخامخ کېږي چې يوه يې ډېر او بل يې هم لږ پاينټونه اخيستي وي. په دې توګه ځينې هيوادونه له پياوړو خو ځينې هم له نسبتاً کمزورو ټيمونو سره مخامخېږي لکه پاکستان او هند چې د يوه سيال ويسټ انډيز، نسبتا کمزورې خو د بل هغه بيا د استراليا پياوړې لوبډله ده.

د دوېم پړاو څلور ګټونکي هيوادونه به په دوو نيمه پايلوبو کې ولوبېږي، چې دوه ګټونکې لوبډلې يې پايلوبې ته وځي.

ورته مطالب