پاکستان وېسټ انډيز ته په ماتې ورکولو نيمه پايلوبې ته ووت

شاهد اپریدی د انځور حقوق AP
Image caption شاهد اپريدي د وېسټ انډيز څلور لوبغاړي وسوځول.

پاکستان په کرېکېټ نړيوالو اتلوليو کې وېسټ انډيز ته په ۱۰ وېکټو کلکه ماته ورکړه، او د اتلوليو نيمه پايلوبې کې يې ځانته د سيالۍ ځای خوندي کړ.

په لوبه کې د پاکستان لوبډلې له لوري محمد حفيظ، شاهد اپريدي او سعيد اجمل هر يوه په يوازې يوه (اوور) کې د سيالې لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول او وېسټ انډيز لوبډله يې په يوازې ۱۱۲ منډو ماته کړه.

شاهد اپريدي په لوبه کې ټول څلور لوبغاړي وسوځول، چې په روانه اتلولۍ کې يې د وېکېټو يا د هغو لوبغاړيو شمېر چې ده سوځولي، ۲۱ ته رسېږي.

د پاکستان لوبډلې ټاکلی هدف خورا ژر پوره کړ چې ۱۷۵ باله يا پنډوسکي ورته پاتې هم وو. محمد حفيظ د سيالۍ غوره لوبغاړی و ټاکل شو چې په ۱۰ څلوريزو سره يې ۶۱ منډې جوړې کړې او د لوبې ملګري يې، کامران اکمل، په ۷ څلوريزو سره ۴۷ منډې وکړې.

دا د کرېکېټ په روانه نړيواله اتلولۍ کې د پاکستان درېيمه سنچرۍ يا سليزه وه، چې دا ځل يې په کې منډې تر ۱۱۶ پورې ورسولې.

دوی به اوس د پنجشنبې/زيارت په ورځ د منځلوبو دوهمه لوبه څارې چې هند به په کې له اسټراليا سره خپل بخت ازمويي، او ګټونکی به يې بيا په نيمه پايلوبه کې له باکستان سره لوبېږي.

په کرېکېټ نړيوالو اتلوليو کې په ۱۰ وېکټو د بري تاريخ

  • · ۱۹۷۵، هند ختيځې افريقا ته ماته ورکړه.
  • · ۱۹۸۳، وېسټ انډيز زماته کړه.
  • · ۱۹۹۲، وېسټ انډيز پاکستان ته ماته ورکړه.
  • · ۲۰۰۳، جنوبي افريقا کېنيا اته ماته ورکړه.
  • · ۲۰۰۳، سريلانکا بنګله دېش مات کړ.
  • · ۲۰۰۳، جنوبي افريقا بنګله دېش مات کړ.
  • · ۲۰۰۷، اسټراليا بنګله دېش ته ماته ورکړه.
  • · ۲۰۱۱، نوي زيلنډ کېنيا ماته کړه.
  • · ۲۰۱۱، نوي زيلنډ زمبابوې ماته کړه.
  • · ۲۰۱۱، پاکستان وېسټ انډيز ته ماته ورکړه.

ورته مطالب