سريلانکا انګلستان مات کړ او نيمه پايلوبې ته ورسېده

ملينګا

انګلستان ته په ۱۰ وېکټو ماته سره سريلانکا د اتلوليو ګټلو په لور خپلې هيلې نور هم لوړې کړې.

انګلستان د منځلوبو وروستۍ سيالۍ کې په ماته د کرېکېټ نړيوالو اتلوليو سره مخه ښه وکړه، او د کوربه لوبډلې ټيلاکارټنې ډېلشن او اپول تارانګا له خپل لوري د منډو په مهال د سليزو په جوړولو سريلانکا د ۱۰ وېکېټو يا لوبغاړيو په لرلو بريالۍ کړه.

انګلستان لومړۍ منډې وکړې او د ۶ لوبغاړيو په سوځېدو يې د ۲۲۹ منډو يو څه ناڅه سياله ټولګه جوړه کړه.

خو ټارانګا او ډېلشن د منډو په جوړلو کې ګړندی پرمختګ وکړ، او د انګلستان له ستړې لوبډلې يې د لوبې پله د ځان په ګټه درنه کړه.

د سريلانکا لوبډلې ډېلشن په لوبه کې ۱۰۸ منډې او ټارانګا ۱۰۲ منډې وکړې، او تر پايه ونه سوځېدل. د انګلستان لوبډلې لپاره بيا دا د ورځنۍ لوبې په ۱۰ وېکټو پنځمه ماته وه.

دا په منځلوبو کې د سريلانکا له لوري انګلستان ته د هغې لوبې په پرتله لا پرېکنده ماته وه چې ۱۵ کاله وړاندې يې په فيصل اباد کې په ۵ وېکټو ترې ګټلې وه.

د منځلوبو په دې وروستۍ سيالۍ کې تارانګا او ډېلشن له نهم اوور مخکې ۵۰ منډې کړې وې، او د اتلسم اوور له پای سره يې د منډو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی و، په داسې حال کې چې د انګلستان لوبډلې تر ۲۷ اوور پورې پنډوسکي ووهل چې خپلې منډې يې ورسره ۱۰۰ ته ورسولې.

د شنبې / خالي ورځې د سريلانکا او انګلستان په لوبې د منځلوبو پړاو بشپړ او سريلانکا به ورسره راتلونکې سه شنبه/ نهې په ورځ په نيمه پايلوبو کې له نوي زيلنډ سره ډګر ته ووځي.

د نيمه پايلوبې بله لوبه به د پاکستان او هند ترمنځ وي چې چارشنبه /شورو به په کې د هند د پنجاب ايالت په موهالي کې سره لوبېږي.

د کرېکېټ نړيوالې اتلولۍ په اړه ستاسې نظرونه

بشرمل افغانورور، د ماليې وزارت کابل

زه د ټول افغانستان ملت څخه غواړم د پاکستان لوبډلې ته دعا وکړي چې پر هند خو بريالۍ شي، ځکه يو پښتون يې په سر کې دی.

جنت ګل عبد الرحيمزی، کابل

ان شاء الله پاکستان به يې د هندوستان په وړاندې ګټي، او اتلولي به هم د پاکستان وي، او شاهد اپريدی به غوره لوبغاړی وي.

طارق، کابل

زما په اند د۲۰۱۱کال کرېکېټ نړيوال جام به پاکستان وګټي ځکه تر اوسه يې ډېرې ښې لوبې خپلو مينه والو ته وړاندې کړې دي، خو په دې شرط چې تېز بالر اختر په کې نه وي، او همدارنګه د۲۰۱۱ کال نړيوال جام غوره لوبغاړی به شاهد خان اپريدی وټاکل شي.

رفيع الله غورځنګ، كندهار افغانستان

د پاكستان او هند لوبه به په دې نړيوال جام كې تر ټولو په زړه پورې او جالبه لوبه وي. په دې لوبه كې به د هند پياوړي لوبغاړي وكولای شي چې لوبه وګټي. اوس د پاكستان لوبډلې ډېر تكړه لوبغاړي د رشوت په تور له لوبو بند شوي، او يوازې د ګوتو په شمېر څو تنه تكړه كريكټران لري.

خو هند بيا داسې لوبغاړي لري، لكه سچن ټنډولكر، سيواك، ويوراج، او نور، نو زه په دې هيله يم چې هند يي وګټي.

ذبيـــح الله، لوگر

استراليا ښه لوبډله وه، خو يو اندازه تکبر يې برخليک د ناکامۍ کړ، هندوستان هم ځان ته په غوره کې دی.

پاکستان لوبډله بايد له داسې عادتونو خپل ځان وساتی ان شاء الله گټونکی به وي.

رفيع الله، کابل

زه خوچه درته ريښتيا خبره وکړم نو پاکستان يې چې وبايلي خوشالېږم او کېدای شي چې هند د دې پايلوبې ګټونکی اوسي.

فضل الرحمن عابد، جلال اباد

الله دې وکړي چې لوبه د پاکستان په ګټه تمامه شي ځکه پاکستان يواسلامي هېواد دی که لوبه د هغوی په ګټه شي نو لږترلږه موږ ټول به خوشاله وو.

شهير خان، کابل

خوښ به يم چې نړيوال کپ پاکستان وګټې ځکه چې زموږ يو پښتون ورور ورسره ملګری دی نو له ټولو پښتنو وروڼو هيله کوم چې شاهد اپريدې ته په دعا لاسونه پورته کړې او له خداې جل جلاله د هغوی د بريا دعا وکړي.

ډاکټر محمد الله څمکنی، اوکراين

ان شاء الله دغه کپ به شاهد اپريدی چی یو پښتون دی پورته کوي.

فاروق، بروکسل

هند به اتلولي ګټي، پوهېږیء چې هند يوه غوره لوبډله لري.

م. رباني، کندهار

زه فكركوم پاكستان به ان شاء الله د دغو لوبو اتل وي، او شاهد اپريدی به تر ټولو ښه لوبغاړي په توګه وځلېږي. هندوستان به خپل كور كې د ننه اټكل كېدونكي برخليك سره مخ شي.

احمدزی، اوټاوا

زما په نظر د کرېکېټ اتلولۍ پايلوبه به هندوستان په ګټه تمامېږي، او نړيواله اتلولي به خپله کړي.

کليم الله، دوبۍ

ان شاء الله دا اتلولي به د پاكستان وي او دا به د پاكستان د كركت په تاريخ کې دوهم پښتون كپټان وي چه نړيوال كپ گټي.

هزار ګل همدرد، کندهار

هيله من يم چې اپريدی نړيوال کپ له ځان سره يوسي او د لوبو غوره لوبغاړی وټاکل شي.

احمد جاوېد کبير، نوی ډيلی

دا چې هند په (ODIs) کې په دوهم ځای دی د نړيوال کپ ګټلو ډېر چانسونه لري. زما په اند يوازينۍ لوبډلې چې د نړيوالو اتلوليو ګټلو کې د دوی په مخ خنډ کېدی شوی، اسټراليا او جنوبي افريقا لوبډلې وې، چې دواړې يې اوس له اتلوليو وتلې دي.

هند د بټېنګ ځواکمنه کرښه لري چې کېدی شي د منډو ستره ټولګه جوړه کړي. يو بل څه چې د هند د بري په ګټه دي، هغه يې د اتلوليو کوربني ده. په هندۍ لوبډله کې سپېن پنډوسکويشتونکي، لکه څنګه چې له اسټراليا سره په لوبه کې وليدل شول، پياوړي دي.

هېواد، والتمسټوو، لندن

زه غواړم پاکستان دا لوبې وګټې، او هم فکر کوم چې ګټې به يې. دا به درېيم نړيوال کپ وي چې پښتانه به يې پاکستان ته وړي. شاهد اپريدی به د نړيوال کپ غوره لوبغاړی وي.

جاويد فيصل، کندهار

زما له انده سريلانکا د اتلولۍ ګټلو لپاره يو غوره کانديد دى او د ټولې اتلولۍ غوره لوبغاړی به پښتون پاکستانى کپتان شاهد اپريدی وي ځکه چې تر ټولو زيات وېکټونه لري او په همدې وخت کې يې يوه اندازه منډې هم جوړې کړې دي.

احد الله، کابل

زما په نظر او خدای دې وکړي چې دا اتلولي پاکستان تر لاسه کړي او غوره لوبغاړی به ان شاء الله شاهد خان اپريدی وي.

عبدالغفار پوپل، کندهار

زه فکر کوم لوبه به پاکستان وړي خو د دوی پرځای چې هند کلکه ملا وتړي او اتلولي وګټي ډېره به ښه وي.

سميع الله زاهد، لښکر ګاه، هلمند

په دې اتلولۍ کې د شاهد اپريدي کاپټني بې سارې ثابته شوې ده. پاکستان د پنډوسکويشتنې تر ټولو پياړوی اړخ لري. دا خبره له سريلانکا، اسټراليا او په تېره بيا په منځلوبو کې له وېسټ انډيز سره په لوبه کې ثابته شوه. په دې اتلولۍ کې د پاکستان لوبېدنه په رښتيا هم چې ښکلې وه.

محمد قاسم، سپين بولدک

زما په نظر هند به يې ګټي ان شا الله ځکه که انګلستان هم پاته سو نو هند به يوازنی لوبډله وي چې دخپل ګروپ نه راوځي اودا به د هند پياوړتيا نوره هم ثابته کړي.

جنت ګل، کابل

ان شاء الله پاکستان به لوبه ګټي او شاهد اپريدی به غوره لوبغاړی وي.

عبد الستار احمدزی، ليل، فرانسه

د کرکټ لوبه که څه هم زموږ د افغانانو په نصيب کې نه شوه خو اوس د پاکستان کېږي او هغوی سره الله مل دی.

عمران ستانکزی، هرات

تېرو لوبو ته په کتو سره، زما په فکر د دی اتلوليو پای لوبه به پاکستان گټي.

سيد محمد، پغمان کا بل

زه ما په نظر به هند دا سيالي گټي او په تېره بيا پاکستان ته به لويه ماته ورکوي دا زه ما ارزو ده.

وحــــيــــدالله زهـــــيــــــر، اســــعـــدآبـــــاد

زه ډېرخواشينى يم ځکه چه افغانستان په دې لوبوکې موجوديت نه لري، که چېرې افغانستان په دې لوبو کې برخه درلودى نو د افغانانو لپاره به ډېرې زياتې جالبې وى. خو بيا هم نظر د پښتنو ننګونو ته او د لوبې جالبيت ته بايد ووايم چه ښه اوغوره لوبغاړى به شاهد اپريدى وي او چې هندوستان يې وګټي نوښه به وي.

محمد يوسف، کابل

ان شاء الله پاکستان به يې ګټی، او زما شاهد اپريدی ډېر خوښېږي، ان شاالله د غوره لوبغاړي مقام به هم شاهد اپريدی ګټي او زما د ټولو ملګريو دعاوې ورپسې دي خدای مهربان دی چی کامياب شي.

أ‌. ملکزی، ناروې

ان شاء الله هند به يې د پاکستان په وړاندې ګټي، او اتلولي به هم د هندوستان وي.

معشوق، اوسلو، ناروې

د کرېکېټ نړيوال کپ به هندوستان ترلاسه کوي، پاکستان به د مارچ ۳۰ مه نيمه پايلوبه کې لوبه بايلي او کور ته به ستنېږي.

عبد الوکيل، هلمند

زما په نظر دا نړيوال کپ د سريلانکا دی ځکه د سريلانکا د منډو شمېر تر ټولو زيات دی.

نجيب سامع، انټر ورپن

هيله لرم هند دغه اتلولي وګټي، او خوشاله به شم که يې پاکستان د هند په وړاندې وبايلي.

جمال الدين حيران احمدزی، استانبول، ترکيه

ان شاء الله پاکستان به يې ګټي، او اپريدی به د لوبو غوره لوبغاړی وي.

رفيع الله غورځنګ، کندهار

زما په نظر د سږ كال اتلولي به د سويلي افريقا لوبډله له ځان سره خپل كور ته يوسي. خو كه هغه نه وه، نو په څنګ كې به يې نيوزلنډ، او يا هم هند لوبډله وي، چې لومړی مقام به تر لاسه كړي.

ښايي غوره لوبغاړی شاهد اپريدی وټاكل شي. كه هغه نه وي نو يووراج او يا به هم ټنډولكر وي، ځكه ټنډولكر په پنځوس اوريز نړيوال جام لوبو كې د منډو په اوسط تر ټولو مخكې دی.

عالم ګير ځدران، اکلنډ، نوی زيلنډ

ان شاء الله هند به لوبه ګټي او سچين ټنډلکر به غوره لوبغاړی وي.

ستاسې په نظر کرېکېټ روانه اتلولي به کوم هېواد وګټي، او څوک به غوره لوبغاړی وي؟

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .