هند پاکستان مات کړ او پايلوبې ته ووت

کرېکېټ

هند پاکستان ته په ماتې ورکولو پايلوبې ته ووت.

هند پاکستان ته د ۲۹ منډو په ماتې ورکولو د کرېکېټ اتلوليو پايلوبې ته ووت. هند به اوس د شنبې/خالي په ورځ په پايلوبه کې له سريلانکا سره لوبېږي.

د هند لوبډلې ويرنډر سېواګ په ۳۸ منډو کې نهه څلوريزې ووهلې، او سچين ټنډولکر څلور ځله پنډوسکي وغورځول، خو په منډو جوړونه کې يې په ۱۱۵ پنډوسکيو ۸۵ منډې وکړې.

د هند لوبډله د ۹ تنه لوبغاړيو په سوځېدو ټولې ۲۶۰ منډې وکړې.

د پاکستان لوبډلې چپ لاسي پنډوسکويشتونکي وهاب رياض د هند لوبډلې پنځه لوبغاړي وسځول.

محمد حفيظ ۴۳ منډې وکړې او مصباح الحق په کلک هوډ خپلې منډې ۵۶ ته ورسولې، خو د لوبې په وروستي اوور کې د پاکستان لوبډلې له ۲۳۱ منډو سره ټول لوبغاړي وسوځېدل.

راپورونو له مخې د پنجاب کرېکېټ ټولنې لوبغالي ته د ورننوتلو په موخه ټکټونه د زرګونو روپيو په بدل کې لاس په لاس شوي دي، چې د نندارچيانو شمېر ورسره اټکل ۲۸ زرو ته رسېده.

د پاکستان لوبډلې مصباح په احتياط سره لوبېده، چې لومړی يې په ۵۲ پنډوسکيو ۲۷ منډې وکړې، خو که څه هم په ۶ پنډوسکيو کې يې دوه څلوريزې او يوه شپږيزه واخيسته، خو بيا هم په وروستي اوور کې پاکستان ته د ۳۰ منډو اړتيا وه چې لوبه وګټي.

د لوبې نندارې ته د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني هم ورغلی وو، چې له خپل هندي سيال منموهن سېنګ سره تر څنګ يې د لوبې ننداره کوله.

د کرېکېټ اتلولۍ په اړه ستاسې نظرونه

هارون حسين خېل، کابل

زما نظر دا دی چې سريلانکا به پايلوبه ګټي، ځکه چې دوی نن سبا ډېر پر ځان وېسا دي.

محمد مختار دورانی، لوګر

د هندوستان په دې بريا با ندې ډېر خوښ يم ځکه چې هندوستان يوه پياوړې لوبډله لري او د نورو برياو په هيله يې.

ايمل، کندهار

زما په نظر هندي لوبغاړيو زيات تياری نيولی او هند به داسيالي ګټي.

رفيع الله غورځنګ، كندهار افغانستان

د كرېكټ نړيوال اتل ښايي سريلانكا شي، ځكه چې هغه هم په بالينګ كې پياوړې ده او هم په منډو جوړونې كې تكړه ده. كه ټنډولكر او سيواك په وېكټه ودرېږي، نو منډې به يې پياوړې شي. خو كه دوی اووټ شول، نو کېدی شي لوبه وبايلي.

هجرت الله، کابل

زماخو داکپ په پاکستان پېرزوکېده خومتأسفانه چې پاکستان ماتې وخوړه اوس يې چې هند وګټي زه به خوښ شم ځکه چې په هندکې هم زمونږ ډېرافغانان شته. غوريانوپر هند۴سوه کاله حکومت کړی دی.

محمداغا آشنا، له خوست

ان شاء الله هندوستان به دا لوبه ګټي او سريلانكا ته به ماته وركوي. او زما په نظر به د لوبو ښه لوبغاړی ټنډولكر وي.

عطا الله فضلي، مزار شريف

زما په نظر به يې هندوستان ګټي ځکه د پاکستان غوندې يوې تکړه لوبډلې ته يې ماته ورکړه.

صديق الله خوستی، العين

ما ډېر اميد درلود چې پاكستان به دغه كپ ګټي خو چې كله مې د عرفان پټان بالونه وليدل نو ډېرخپه شوم اوبيا مي چې كله مصباح وليد نوله ځان سره مې وويل چې اوس ورته ټينګ شه!!!

خپلواك افغان ساپی، کابل

قدرمنه بي بي سي جانه، كه زما وړاندوينه صحيح وخته نو ما ته كوم انعام شته که نه؟ زما وړاندوينه دا ده چې هند به لوبه ګټي او سريلانكا به يې بايلي.

پکتياوال، فرانکفورټ

خوښ شوم چې لوبه هندوستان وګټله ځکه چې هندوستان هر وخت د افغا نستان خير غواړي. اپريدی چې پښتون دی د افغا نستان لوبډله کې دې ولوبېږي.

زکريا غورځنګ ځدراڼ، خوست

زه فکر کوم هند به د کرېکېټ نړيواله اتلولي ګټي، او سچين ټنډولکر به غوره لوبغاړی وي.


م. رباني، كندهار

وروڼو ان شاء الله د پاكستان لوبډله به بريالۍ وي، تاسې دوعا ورته وكړیء.

محمد خان سوزان، کندھار

زما په اند لوبه به هند ګټي دا په دې خاطر چې پاکستاني لوبغاړي د خپلو دولتي چارواکيو له خوا تر فشار لاندې دي، ډېر ژر ژر به اوټ شي.

محمد داود نیازی، کابل

هندوستان به یې ځکه گټي چې 7 تنه ډېر تکړه توپ وهونکي لري او د پاکستان بالران د پخوا په شان تکړه نه دي او د لوبی غوره لوبغاړی به سيواگ وي.

گل الرحمن احمدزی، کابل

زه د دغو نړيوالو لوبو په باره کې دا نظر لرم چې سري لانکا ډېر آماده ده چې دا سیالي وگټي خو خدای د وکړي چې پاکستان دا سیالي وگټي که رښتیا ووایم په هندوستان مې هم لورېږي خو اپریدی ډېر زحمت باسي لږ زحمت ورته نورهم په کار دی چې پاکستان دا نړيوال کپ تر لاسه کړي صرف د اپریدی لپاره.

فوزیه فیض، کندز

له خدايه غواړم پاکستان دغه لوبه وګټي او هندوستان ته يوه سخته ماته ورکړي.

افتاب، اسعد آباد کنړ

په دې کې هېڅ هم نشم ویلای، څرنګه چې کریکټ د انګلسي په اصطلاح یوه ؛بای چانس؛ لوبه ده. خو هیله مند یم اپریدی چې یو پښتون دی د نړیوال جام غوره لوبغاړی شي او هند د نوموړی لوبې اتلولي تر لاسه کړي.

نقیب الله سکندری، کابل

زما په نظر د پاکستان د کرېکېټ لوبډله به ګټونکې وي ځکه په روان کال یې ډېرې لاسته راوړنې لري. او بیا د هند سره به د دوی سيالي ډېره حساسه وي. نو زه له لوی خدايه هيله لرم چې دوی يې وګټي. ځکه پښتانه په کې دي.

ریاض احمد محبوب، جلال اباد ښکلی ننګرهار

د یو پښتون په توګه چې شاهد اپریدی پښتون دی او د پاکستان د لوبډلې مشري کوي هیلمند یم دا سیالي چی تر نړیوال جام ډېر اهمیت لري وګټي.

عبد المالک تسل، اسعد اباد کنړونه

دا لوبه به پاکستان ګټي ځکه چې ښه بالران لري لکه شاهد اپریدی، او موږ ورته د یو پښتون په صفت دعا کوو.

امان الله، جلال اباد

خدای دې وکړي چې پاکستان یې وگټي په دې خاطر چې یو مسلمان ملک دی، مونږ ورته دعا کوو.

خپلواک، کابل

په هندي لوبدله کي هم یو پټان او ځینې مسلمانان موجود دي، که هند یی وګټي هم بده به نه وي.

محمد بشیر مخلص، کابل

الله دی د پاكستان لوبډله كا ميابه كړي خاص د شاهد اپريدي په خاطر چې يو پښتون دی.

ذبيـــح الله، کندهار

ان شاء الله پاکستان به يې ګټي، او اپريدی به د لوبو غوره لوبغاړی وي.

رفیق الله، کابل

ان شاء الله پاکستان به یې ګټي، مسلمان او پښتون یې په سر کې ولاړ دی.

سمیع اللہ، دبی

ان شاء اللہ ھند به یې گټي.

ضياء الدين احمديار اورياخيل، لندن

ما د پاکستان له لوبډلې د بریا هیله نه درلوده خو اوس هیله مند یم، د شاهد خان اپریدي او عمرګل په شان ځوانان شته چې هندوستان ته غاښ ماتونکې ماته ورکړي ځکه لر او بر پښتون یو افغان دی او په صفت د یو افغان زه ټولو افغانانو نه هیله کوم چې دعا ورته وکړي.

بشیر خلوزی، باجوړ

ان شاء الله پاکستان به یې گټي غوره لوبغاړی به اپریدی وي، پښتون زمری.

حبیب خان، کابل

خدای دې لوبه په هند وګټی. زما هم شاهد خان اپریدی خوښېږي. که خبره د پښتنو لوبغاړيو وي نو د هند په لوبډله کې هم تکړه پښتانه شته، عرفان خان پټان او یوسف خان پټان.
خدای دې د پاکستان د لوبډلې د پښتنو برکت هم د هندې لوبډلې په پښتنو وکړي.

فقیر محمد او حمدالله، جلال اباد

د دې لوبو گټونکی به ان شاء الله پښتون کپټان شاهدخان افریدی وي خدای ج خو د همداسې وکړي، ځکه چې لر او بر پښتون یو دی او خوشحالي هم یوه ده.

ظاهر خان، كنړ اسعد اباد

خورا ډېرخوشاله به شم چې اپريدی د هند لوبډله ماته كړي، كه بيا پايلوبه وبايلي هم باك نه كوي.

محمد قسیم، جلال اباد

ان شاء الله هند به دا لوبه ګټي، خدای دې وکړي چې لوبه د هند په برخه شي او له ټولو افغانانو وروڼو هیله لرم چې خپل دوست هېواد ته دعا وکړي.

ضیاء الدین ضیاء، حیدر اباد هند

زما په نظر د پاكستان کرېکېټ لوبډله زیاته پياوړې نه ده، خو الله ورسره مل دی. پاکستان چې کومې لوبې وګټي په قسمت وي. خو بیا هم هيله لرم پاکستان دغه اتلولي وګټي، او خوشاله به شم که يې هند د پاکستان په وړاندې وبايلي. او ان شاء الله پاکستان به لوبه ګټي او شاهد اپريدی به غوره لوبغاړی وي.

انعام الله، پونه، هند

ان شاء الله هندوستان به دا لوبه گټي او پاکستان ته به ماته ورکوي، او تر ټولو غوره لوبغاری به هم یوراج سنگ وی، ځکه 12 وېکټې يې اخیستی او 4 یې 50 او یوه 100 ده.

ستاسې په نظر کرېکېټ روانه اتلولي به هند که سريلانکا ګټي، او څوک به غوره لوبغاړی وي؟

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .