د نوي زيلاند په ماتولو سريلانکا پايلوبې ته ووته

دلشان د انځور حقوق AP
Image caption تيليکرتنې دلشان د سرېلنکا له لورې بيا وځليد

د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړيوالو لوبو په لړ کې سريلانکا وکړای شوای نوی زيلاند مات کړي او پايلوبې ته ووځي.

د نيمه پايلوبې دغه سيالي چې د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کې وشوه نوي زيلاند پيل کړه او د نژدې ۴۹ اورونو په لوبولو يې سيالې لوبډلې ته ۲۱۸ منډې هدف وټاکه.

د نوي زيلاند لوبډلې، چې په تېرو لوبو کې ښه ځلېدلې وه د سه شنبې په ورځ له سريلانکايي بالرانو سره ښه مقاومت ونکړ او يوازې يوه لوبغاړي يې (سکاټ سټيريس) وکړای شوای پنځوسيزه پوره کړي.

نورو يوه هم تر څلوېښتو منډې ونکړای شوای او په دې توګه يې د سريلانکا پياوړې لوبډلې ته نسبتا اسانه هدف وټاکه.

د سريلانکا لخوا د تېرو نورو لوبو په شان يو ځل بيا تېز بالر ملېنګا ښه لوبه وکړه او درې تنه يې اوټ کړل. له هغه سره اجانتا مينډيس هم درې تنه وسوځول، خو مورليدرن بيا دوه تنه اوټ کړل.

د سريلانکا ښه بالېنګ نوی زيلاند دې ته پرېنښود، چې ټول اورونه ولوبوي او په دې توګه يې ټول لوبغاړي په ۴۹ اوور کې اوټ شول.

هيله

د نيمه پايلوبې په لومړۍ لوبه کې که څه هم د نوي زيلاند له بالرانو ډېره تمه کېده خو دوی هم د خپلو بېټس مينانو په څېر ونه ځلېدل.

دوی ايله په اتم اور کې په دې وتوانېدل چې د سريلانکا تکړه منډه جوړوونکی ترانګا په ۳۰ منډو کېچ کړي، خو د دېلشان او سنګاکارا د منډو مخه يې ونه نيولای شوای.

د يادو دوو لوبغاړو تر منځ ۱۲۰ منډې ملګرتيا وشوه.

د سريلانکا لخوا يوځل بيا دېلشان تر ټولو ښه لوبه وکړه او د ۷۳ منډو په لاسته راوړلو يې په روان جام کې د منډو ترټولو لوړ مقام وساته. دده ترڅنګ کپټان سنګاکارا هم ۵۴ منډې جوړې کړې.

که څه هم د دېلشان په سوځېدو سريلانکا دوه نورې وېکټې هم ژر ژر له لاسه ورکړې، خو د پای بېټسمينانو ښه لوبه وکړه او په پنځو وېکټو يې نوی زيلاند له سياليو ووېست.

د نوي زيلاند لخوا تېز بالر، سوتي ښه لوبه وکړه او په ۱۰ اورونو کې يې درې تنه اوټ کړل خو نور يې ښه ونه ځلېدل. وړاندې تر دې نوي زيلاند په منځلوبه کې سويلي افريقا ماته کړې او له لوبه وېستلې وه.

په نيمه پايلوبه کې د سريلانکا بريا پايلوبې ته ددې ټيم د وتلو لاره اواره کړه.

يادې لوبډلې په منځلوبه کې انګلستان په ۱۰ وېکټو مات کړی و. د روان جام تر ټولو ډېرې منډې هم سريلانکا کړي، خو دا لانده مالومه چې په پايلوبه کې به له چا سره مخامخ شي.

سريلانکا د پايلوبې لپاره د پاکستان او هند په ټيمونو کې له يوه سره مخامخېدونکې ده.

تر ټولو مهمه لوبه

د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړيوال جام تر ټولو ستره لوبه د چهارشنبې پر ورځ د هند په موهالي ښار کې د کوربه هيواد او پاکستان ترمنځ کېږي.

يادې لوبې ته تر بلې هرې لوبې ډېر ټکټونه اخيستل شوي او ډېری لوړ پوړي چارواکي به برخه په کې واخلي چې تر ټولو مهم يې د هند او پاکستان لومړي وزيران دي.

د کرېکټ د نړيوالې شورا چارواکي وايي چې د هند او پاکستان ترمنځ لوبه تر ډېرو پايلوبو ستره ده. لسګونه زره کسان ددې لوبې د ليدو لپاره موهالي ښار ته تللي دي او په فوق العاده توګه ۵۰۰۰ پاکستانيانو ته هم د لوبې د ليدو لپاره ويزې ورکړل شوې دي.

د موهالي ښار د هوټلونو چلوونکي وايي چې ښار ته د زياتو مېلمنو د ورتګ له امله ډېر پېرودونکي ځوابوي، آن چې د ياد ښار د هوايي ډګر چارواکو ويلي د شخصي الوتکو د ډېروالي له امله د هوايي ډګر پارکېنګ هم تنګ شوی دی.

هند او پاکستان د روان جام بريالۍ لوبډلې دي. که څه هم د لوبې د ګټلو يا بايللو په اړه وړاندوينه ګرانه ده، خو هنديان لوبه د ځان او پاکستانيان يې هم په خپله ګټه بولي.

د دواړو ټيمونو ترمنځ د کمزورتيا يو يو ټکی شته، هغه داچې هند ډېر ښه منډه جوړوونکي لري او بالران يې ډېر نه دي ځلېدلي، خو پاکستان بيا ډېر ښه بالران لري او منډه جوړوونکو يې په دې جام کې ډېره ښه لوبه نه ده کړې.

ورته مطالب