فوټبال : نيپال افغانستان ته ماتې ورکړه

د اسيا د ٢٠١٢ کال فوتبال

د اسيا د لويې وچې د ٢٠١٢ کال فوتبال اتلوليو ته د غوراوي په سياليو کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه يو صفر ماتې وخوړه .

دا لوبه په نيپال کې ترسره کيده چې د پنجشنبه په ورځ ( د اپريل ٧ ) افغان ملي لوبډله د کوربه هيواد په وړاندې له ماتې سره مخامخ شوه .

د نيپال لوبغاړي ، خواس ، د لوبې په اته ويشتمه دقيقه کې گول وکړ چې تر پايه بې ځوابه پاتې شو .

افغانستان د غوراوي په دې پړاو کې له شمالي کوريا او سرېلنکا سره هم مخامخيدونکى دى .

د شنبه په ورځ ( د اپريل نهمه ) به افغانستان له سرېلنکا سره لوبه کوي .

له سرېلنکا څخه په تيرو کلونو کې افغانستان يوه لوبه گټلې ده خو ځينې يې ترې بايللې هم دي .

د افغان ملي لوبډلې دريمه لوبه به له شمالي کوريا سره وي چې خورا پياوړې لوبډله لري .

شمالي کوريا تير کال په سويلي افريقا کې د فوتبال په نړيوالو اتلوليو کې گډون کړى و .

په هغو نړيوالو اتلوليو کې شمالي کوريا له برازيل او عاج ساحل سره ښې لوبې کړې وې خو له پرتگال څخه يې لويه ماتې خوړلې وه .

د افغانستان ملي لوبډله به د دوشنبه په ورځ ( د اپريل ١١ ) له شمالي کوريا سره مخامخيږي .

د يادونې وړ ده چې د غوراوي دې پړاو ته هم افغانستان د غوراوي له يوۀ پړاوه تير شوى و .

په هغو لوبو کې افغانستان بوتان ته دوه ځلې ماتې ورکړې وه او د دوو لوبو لړۍ يې پنځه صفر گټلې وه.