افغانستان د اولمپيک نړیواله ورځ د سولې په نامه ولمانځله

وزلوبه
Image caption د شاوخوا څلویښتو څانګو لوبغاړو په دغه فعالیت کې ګډون کړی و، چې له هغې ډلې د وزلوبې ډلې خپلې نندارې ترسره کړې.

د المپیک نړیواله ورځ د یکشنبې پر ورځ افغانستان د المپیک کمېټې لخوا د سولې د ورځې په نامه ولمانځل شوه او له دې لارې یې افغانان سولې او یووالي ته راوبلل.

د بېلابېلو سپورتونه سلګونه لوبغاړي، ټولو افغانانو او نړیوالو ته د خپل پیغام د رسولو په موخه د کابل د وزلوبې له ډګره تر قرغې پورې پلي ولاړل.

د سخت باران د اورېدو او ګڼو ترانسپورتي ستونزو سره سره سلګونه لوبغاړي ځوانان او نجونې د المپیک له کمېټې د کابل د وزلوبې تر ډګره له واټونو تېر شول او د سولې پیغام یې خپرواه.

د شاوخوا څلویښتو څانګو لوبغاړو په دغه فعالیت کې ګډون کړی و، چې له هغې ډلې د وزلوبې ډلې خپلې نندارې ترسره کړې.

د افغانستان د المپیک کمیټې د غړو د ښکلا د فدراسیون مشر باور هوتک وايي دا لومړی ځل دی چې د المپیک د نړیوالې ورځې په مناسبت دغه راز هڅې ترسره کیږي:

''د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د المپیک ورځ د سولې، ثبات او امنیت په نامه لمانځو، له ټولو افغانانو هیله لرو چې له جګړې او خپل سرۍ لاس واخلي او موږ د سپورت له لارې ټولو افغانانو ته د سولې پیغام وړاندې کوو''.

زیاتره افغان لوبغاړي د افغانستان ورزشکارانو د وروستیو کلونو لاس ته راوړنې د پام وړ بولي.

او وايي دوی په دې توانېدلي چې له آسیايي او نړیوالو سیالیو خپل هېواد ته مډالونه راوړي.

خو د تمرینونو لپاره د اړینو او ستندرد لوبغالو له نشتوالي سر ټکوي، او هغه څه یې چې په واک کې دي د لوبغاړو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

افغان لوبغاړی امرالدین حفیظي په دې هکله وايي:

''موږ هېڅ سپورتي وسیلې نه لرو، خپله لوبغاړي پېسې سره راغونډوي خو بیا هم سمې وسیلې نشي پرې اخیستلای، بله دا چې موږ ښه روزونکي لرو، خو د هغوی اقتصادي حالت هم ښه نه دی، کله تمرینونونو ته راځي او کله هم په نورو چارو اخته وي''.

په وروستیو څو کلونو کې د نارینه وو تر څنګ افغان نجونو او میرمنو لېوالتیا هم زیاته شوې او په یو شمېر آسیايي او نړیوالو سیالیو کې ګډون هم کړی دی.

د بي بي مهرو لېسې د والیبال د څانګې ښوونکې لیلا حبیبي وايي اوسمهال زیاتره کورنۍ خپلو لوڼو ته د سپورت کولو اجازه ورکوي، خو لا هم هغه شان چې لازمه ده چاپېریال نه دی ورته برابر:

''د پخوا په پرتله اوس ډېرې نجونې سپورت کوي، خو د نجونو لپاره مناسب جمنازیمونه نشته، موږ د سیالیو د ترسره کولو لپاره لوبغالو ته اړتیا لرو، خو د پرله پسې تمرینونو ترسره کولو لپاره مناسب ځایونه نه لرو''.

افغان لوبغاړي وايي دوی کولای شي د سپورت له لارې د افغانانو ترمنځ د یووالي او ملي روحیه لا ټینګه کړي، ځکه سپورتي لوبغاړي په یوه قوم او سمیې پورې تړلي نه بلل کیږي، بلکې ویاړونه یې د ټول افغانستان لپاره دي.

د المپیک د نړیوالې ورځې لمانځنه له ۱۸۹۴ کال راهیسې لمانځل کېږي، په افغانستان کې هم دغه ورځ له ۱۹۶۸ کال راهسیې لمانځل کېده چې ځینې وخت د جنګ جګړو له امله ځنډ پکې رامنځ ته شوی دی.

ورته مطالب