امريکا: د پوځيانو د کمېدو غوښتنه مو نه ده تر لاسه کړې

سپينه ماڼۍ د انځور حقوق Reuters
Image caption اوس مهال په پاکستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر څه باندې درې سوه دی.

امريکايي چارواکي وايي چې تر اوسه يې د پاکستان له لوري په دغه هېواد کې د امريکايي پوځيانو د شمېر د کمولو په اړه کومه غوښتنه نه ده تر لاسه کړې.

دوی وايي اوس مهال په پاکستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر څه باندې درې سوه دی او تر ډېره دغه سرتېري بدلیږي را بدليږي.

تېره ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د لوړ رتبه قومندانانو په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په پاکستان کې بايد د امريکايي پوځيانو شمېر تر وروستۍ کچې را کم شي.

ها خوا د پاکستاني چارواکو په خبره په تېرو څو کلونو کې اووه زره وېزې امريکايانو ته ورکړل شوي دي او د دغه هېواد څارګرې ادارې وايي چې دې کار په پاکستان کې پر بهرنيانو څار سخت کړی دی.

د استخباراتي ادارو د اندېښنو د را ټوکېدو يو ښه ثبوت د واشنګټن پوسټ له هغه تازه خبر نه هم څرګنديږي چې ويلي يې دي، د امريکا څارګرې ادارې سي آی اې په اېبټ اباد کې د خپلو جاسوسانو لپاره يو پټ مرکز درلود.

دغه پټ مرکز پر اسامه بن لادن باندې د نظر ساتلو په برخه کې مرسته کوله . د واشنګټن پوسټ په خبره دغه مرکز اوس بند شوی دی.

د امريکا له لوري پاکستاني چارواکو ته د وېزې له نه ورکولو وروسته ، پاکستان هم څه موده وړاندې امريکايانو ته د وېزې ورکول بند کړی وو.

خو نيوکه کوونکي په دې اند دي چې امنيتي ادارې د خپلو کمزوريو او ناکاميو د پټولو لپاره پر ملکي حکومت د ملامتۍ د اړولو هڅه کوي.

ګمان دا دی چې د پاکستان د استخباراتي ادارو له څېړنې پرته په ډېر شمېر کې وېزې بهرنیانو ته ورکړل شوي او دې کار استخباراتي چارې لا پسې ستونزمنې کړي دي.

ورته مطالب