پاکستان: ناکام دولت او که هوښیارانه جواري (قمار)؟

پاکستان
Image caption په پاکستان کې د اسامه په وژل کېدو د امریکا پرضد زرګونه کسانو لاریونونه وکړل.

یو لړ داسې مهمې پوښتنې شته، چې پاکستاني چارواکي ورته کافي ځوابونه نه لري.

د بېلګې په توګه، د پاکستان هوايي دفاعي ځواک ولې په خپله خاوره کې د امریکا د څلورو ځانګړو چورلکو په الوتو او ایبټ اباد ته په رسېدو نه وو خبر؟ او د امریکا متحده ایالتونه ولې پر پاکستان دومره بې باوره و، چې د اسامه په نیولو یا وژلو کې یې خپل پلان ورسره شریک نه کړ؟

ولې اسلام اباد د بن لادن په پټن ځای نه وو خبر؟ او که پخپله د پاکستان حکومت یې په پټ ساتلو کې لاس درلود؟

ایا پاکستان یو ناکامه دولت لري؟ که داسې نه وي، نو ایا په قمار (جواري) کې ډوب دولت دی؟

ایا پاکستانیان د خبریالانو له مزاحمت ډکو پوښتنو سره روږدي شوي، خو د اسامه بن لادن وژل کېدو د بې باورۍ یوه بله دروازه پرانیسته.

د امریکا د مرکزي استخباراتو سي ای اې په دې څرګندونو سره، چې د اسامه د نیولو یا وژلو په عملیاتو کې یې پاکستان له دې کبله خبر نه کړ، چې اسامه ته خبر ورنه کړي، پر ای اېس ای د باور فضا لا پسې خړه بړه کړه.

له شک پرته پاکستان له ګڼو لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

په دغه هېواد کې کابو هره اوونۍ یو ځانوژوکی برید کېږي، چې د شمېرو له مخې له ۲۰۰۱ راپدېخوا تر ۳۵ زره ډېر پاکستانیان په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي.

پر دې سربېره، لوېديځ بلوچستان له تېرو پنځو کلونو راهیسې د وسله والو د فعالیت مرکز ګرځول شوی دی.

خو د دغه هېواد په لوی سوداګریز ښار ‎کراچۍ کې بیا دغه ښار کابو هره ورځ د وژنو او تښتونو شاهد دی، چې اصلي انګیزه چې سیاسي بڼه کېدای شي.

دا ټول عوامل ګڼو لوېديځوالو ته دا مفکوره ورکړې چې پاکستان به - که ژر وي یا پس – پر یوه بې وزله اتومي هېواد اوړي، چې د اتوم واک به 'جهادیان' ترلاسه کړي.

خو پاکستان پر همدې مهال له نرمښته کار اخلي او د حالاتو له اوښتو سره ځان ارامه ګڼي.

اوس لوېديځ شنونکي په دې اند دي چې پاکستاني چارواکي د اسامه په نیولو یا هم د هغه د استوګن ځي په موندلو کې پاتې راغلل.

خو پاکستان ته ستونزه هله لویه شوه، چې پاکستاني طالبانو د اسامه د وژلو د غچ اخیستو ګواښ وکړ، چې په دې سره ځینې شنونکي د ای اېس ای او د طالبانو د ځينو عناصرو ترمنځ د ژورو اړیکو خبره کوي.

دوی وايي چې ولې د اسامه بن لادن په وژل کېدو سره چې -د هغه په امر زرګونه پاکستانيان ووژل شول – زرګونه پاکستانیانو په کراچۍ ښار کې د اسامه په پلوۍ او د امریکا پرضد مظاهرې وکړې؟

خو نېک پال نیوونکي بیا وايي چې دغه لاریونونه له دې کبله وشول، چې د امریکايي او پاکستاني چارواکو ترمنځ په اړیکو کې درز رامنځ ته شي، نه دا چې د اسامه په ملاتړ کې یې خپل غږ راپورته کړی دی.

د واشنګټن ستونزه

پر دې یادو شوو موضوع ګانو د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې بحثونه تاوده شوي دي.

د ۲۰۰۱ د سپتمبر له بریدونو راوروسته، د امریکا متحده ایالتونو پاکستان ته د اورپکو د ځپلو په موخه تر ۲۰ میلیارډ ډېر ډالر ورکړي.

خو د امریکا د کانګرس زیاتره غړي بیا وايي – امریکا چې دا مهال په خپله له مالي بحران سره مخامخ ده – ولې پاکستاني پوځ ته هومره ډېره مرسته ورکوي، حال دا چې دغه پوځ او چارواکي په سوېلي اسیا کې د امریکا د سیاسي اهدافو د ملاتړ لپاره کافي هلې ځلې نه کوي؟

کېدای شي پاکستانیانو ته ددې سبب مالوم وي، او دوی دا سوچ کوي چې امریکا له افغانستان څخه وتونکې ده، او په دغه هېواد کې د جګړې له لارې پر وسله والو طالبانو بری هم امکان نه لري.

او د پاکستان پوځي چارواکي داسې انګيري دا چې امریکا له افغانستان څخه وتونکې ده، نو ملاتړ یې هم اړین نه دی، ځکه چې ددوی په وتلو به وسله وال طالبان لا پسې زورور شي.

د اسامه بن لادن په وژل کېدو سره د افغانستان په حکومت کې د طالبانو د ونډې امکان لاپسې ډېر شوی دی.

خو په حقیقت کې، د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر په وروستیو کلونو کې له بن لادن ځان لیرې ساتلی چې امریکایانو ته وښيي چې له هغه لیرې دی او هغوی له افغانستان څخه وتلو ته وهڅوي.

اوس چې اسامه له صحنې لیرې شو، ملا محمد عمر ته موقع په لاس ورغلې، چې له القاعدې ډلې خپل پلویان د واټن ډېرېدو ته وهڅوي، او په دې سره له بهرنۍ پوځي مداخلې پرته په دغه هېواد کې پر اسلامي اصولو ولاړ حکومت جوړ کړای شي.

ورته مطالب