کريکټ: د پاکستان لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

افغان کرېکټ لوبډله
Image caption په لوبډله کې شپږ تيز او درې ورو بالران ، يو ويکټ ساتونکى او شپږ منډه جوړونکي شامل دي.

له پاکستان اې لوبډلې سره د افغانستان د دريو يو ورځنيو لوبو لپاره شپاړس کسيزه افغان لوبډله په ډاگه شوې چې کپتاني يې نوروز منگل کوي.

د افغانستان په لوبډله کې چې د لوبغاړو نوم لړ يې بي بي سي پښتو وېبپاڼې موندلى دى ځينې نوي او زلمي لوبغاړي شامل شوي دي.

په ١٦ کسيزه لوبډله کې شپږ تيز بالران ، درې ورو بالران ، يو ويکټ ساتونکى او شپږ منډه جوړونکي ټول شوي دي.

په نويو لوبغاړو کې دولت ځدراڼ تيز بالر دى چې ځينې يې د توپ غورځولو چټکتيا تر حميد حسن هم ډيره بولي.

د ورو بالرانو په کتار کې نسيم الله خان ، کيڼ لاسى بالر دى چې ښې منډې هم کوي.

په نورو لوبغاړو کې چې پخوا لوبيدلي و او تر يوۀ وخته له لوبډلې دباندې و ، تيز بالران عزت الله دولتزى او گلبدين نايب او منډه جوړونکى جاويد احمدي دی.

د لوبډلې کپتاني يو وار بيا نوروز منگل ته سپارل شوې ده.

څو مياشتې وړاندې له ايرلند او کانادا سره په ازمېښتي لوبو کې د مشرۍ خول حميد حسن ته په سر شوى و.

لوبډله ظاهرآ پياوړې ښکاري خو د پاکستان الف لوبډله هم د ملي لوبډلې له تجربه لرونکو لوبغاړو جوړېدونکې ده.

افغان لوبغاړو ته به په پاکستان کې له پاکستاني تجربه لرونکو لوبغاړو سره لوبه اسانه نه وي، خو دا سيالۍ به دا جوته کړي چې د افغانستان لوبډله د نړۍ له خورا پياوړو لوبډلو سره په راتلونکې کې سيالي کولى شي که لا وخت ورته شته دى.

Image caption دا لوبې د مۍ په ٢٦ مه نېټه پېليدونکي دي او افغان لوبډله پر ۳۰مه بېرته کور ته ستېږي.

د دغو سياليو لپاره جوړ شوى مهال وېش خورا گران دى.

افغان لوبډله د يوې اوونۍ په ترڅ کې يا په سفر بوخته ده او يا هم لوبه کوي ، د ارام لپاره يې وخت نه دى بېل شوى.

افغانستان به په فيصل اباد او راولپينډۍ کې نيمه ورځ او نيمه شپه لوبې کوي او د اسامه بن لادن د وژل کيدا په ښار ، ايبټ اباد کې به د ورځې لوبه کوي.

دا لوبې د مۍ په ٢٦ مه نېټه پېليدونکي دي او افغان لوبډله به په ديرشمه نېټه بيرته کور ته ستنيږي.

نژدې دوه اوونۍ وروسته د افغانستان کريکټ ملي لوبډله پاکستان ته تلونکې ده چې د هغه هيواد له اې لوبډلې سره درې يو ورځنۍ لوبې وکړي.

لوبډله له دغو لوبغاړو جوړه ده :

نوروز منګل، محمد نبي، کريم صادق، اصغر ستانکزی، سميع الله شينواری، محمد شهزاد، حميد حسن، جاويد احمدي ، شبیر نوري، شاپور ځدراڼ، نورعلي ځدران، ګلبدين نايب، عزت الله دولتزی، نسيم الله خان، دولت ځدراڼ او ميرويس اشرف.

ورته مطالب