افغانستان او پاکستان ۳ ورځنیو سیالیو ته لوبډلې وټاکلې

Image caption د دواړو هېوادونو سیالۍ به د مرۍ له ۲۵مې تر ۲۹مې پورې د پاکستان په درو جلا ښارونو کې دوام وکړي.

پاکستان له افغانستان سره د درو ورځنيو کريکټ لوبو لپاره له خپله اړخه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان د کریکټ بورډ هم دغو سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړې ده.

په پام کې ده چې د روانۍ مۍ میاشتې پر ۲۳مه به افغان کریکټ لوبډله پاکستان ته د درو ورځنیو سیالیو په موخه وخوځېږي.

د دواړو هېوادونو سیالۍ به د مۍ له ۲۵مې تر ۲۹مې پورې د پاکستان په درو جلا ښارونو کې دوام وکړي.

د افغاننستان د کریکټ ملي لوبډلې ټاکل شوي لوبغاړي:

  1. نوروز منګل
  2. محمد نبي
  3. کریم صادق
  4. محمد شهزاد
  5. نور علي
  6. محمد اصغر
  7. جاوېد احمدي
  8. سمیع الله شینواری
  9. میرویس اشرف
  10. حمید حسن
  11. شریف ځدراڼ
  12. عزت الله دولت زی
  13. دولت ځدراڼ
  14. شبیر نوري
  15. ګلبدین نایب
  16. نسیم الله خان

د پاکستان د ١٥ کسيزه لوبډلې مشري چپ لاسي تيز بالر سهيل تنوير ته ور کړل شوې.

د افغانستان د کریکټ بورډ د چارواکو په وینا ، دغه لوبې د پاکستان په درو ښارونو لومړى لوبه د مۍ پر ٢٦ د فيصل اباد په اقبال سټډیم کې دویمه لوبه د مۍ پر ٢٧ په راولپينډۍ ښار کې او درېيمه لوبه په ايبټ اباد ښار کې د مۍ پر ٢٩ نېټه ترسره کېږي.

د ٢٠٠٩ کال له مارچ راهيسې چې په لاهور کې د سريلانکا پر لوبډلې له تر هگريز بريد وروسته افغانستان لومړنۍ بهرنۍ لوبډله ده چې پاکستان ته سفر کوي.

د انځور حقوق AP
Image caption د ٢٠٠٩ کال له مارچ راهيسې چې په لاهور کې د سريلانکا پر لوبډلې له تر هگريز بريد وروسته افغانستان لومړنۍ بهرنۍ لوبډله ده چې پاکستان ته سفر کوي.

د پاکستان ډېر لوبغاړي د الف لوبډلې دي او يو شمېر په نړيوالو لوبو کې هم لوبېدلي لکه وتلى ويکټ ساتونکى سرفراز خان، شرجيل خان، او يو شمېر نور.

د لوبډلې کپټان سهيل تنوير هم تېر کال په نوي زيلانډ کې له کوربه هېواد سره د يوې ورځنۍ لوبې په ترڅ کې ټپي شو او زنگون يې عمليات شو پر همدې اساس په نړيوالو لو بو کې له گډونه هم بې برخې شو.

د افغانستان د لوبډلې کپټاني دا ځل بيا هم نوروز منگل ته ورکړل شوې او د افغانستان ملې لوبډلې کې هم يو شمېر نوي ځوانان ځاى شوي دي.

ورته مطالب