د پاکستان د شرابو دره

کیلاش
Image caption د کیلاش د اوسېدونکو زیاتره دودونه، کالي او رسم او رواج د چترال او نورستان له خلکو سره ورته والی لري.

د پاکستان په کیلاش دره کې د جشن پرمهال د ښځو لپاره هرڅه ممکن دي.

دوی کولای شي چې خپله مینه په ډاګه او یا هم د واده تړاو له منځه یوسي، هغه هم داسې مهال چې ټولنه یې د جلا کېدا په اړه له وړاندې خبره وي.

دوی ان د مینې لپاره له خپلې سیمې تښتېدلی هم شي.

کیلاش دره د پاکستان د نورو هغو سیمو برعکس ده، چې د ښځو چلند په کې کنټرولېږي.

خو په کیلاش دره کې دوی ته زیاته ازادي ورکړل شوې چې بنسټ یې پر یوه بېل دین او کولتور اېښودل شوی.

د کیلاش اوسېدونکي مسلمانان نه دي، دوی د بېلابېلو خدایانو عبادت کوي، او په زړه پورې مېلې جوړوی او جشنونه لمانځي.

د محمود په نامه د کیلاش ۱۷ کلنه نجلۍ چې په دغه غرنۍ سیمه کې له یوه کور څخه وبل ته له ماسره ملګرې وه، وايي: ''زموږ په دین کې هرڅوک د واده د انتخاب حق لري، مور او پلار تاسو ته د واده جبري امر نه شي کولای.''

په دغه بنده ټولنه کې، د یوه کس د کور له چت څخه بل سړی د برنډې ګټه اخیستی شي او کوچنۍ زینې یو کور له بل سره نښلوي، کله چې تاسو له یوه کور څخه وبل ته خېژﺉ، داسې فکر کوﺉ چې د ورېځې په منځ کې یوې ونې ته خېژﺉ!.

د کورونو د لرګینو کړکیو او زینو بهر تاسو ډېره ښکلې شنه منظره او زیږې تیږې ګورﺉ، چې تر درې چارچاپېره راتاو شوي دي.

له جشن تښتېدونکي

دوه ماشوم لرونکې نېکبخته ۲۰ کلنه صاحبه چې دلته په یوه کور کې اوسېږي، راته وايي چې د یوه جشن پرمهال له خپل میړه سره وتښتېده:

''خپل میړه مې له واده وړاندې د درو کلونو په اوږدو کې وپېژانده، او بیا مې واده ورسره وکړ. کله چې جشن جوړېږي، هره نجلۍ په خپله خوښه له خپل مین سره تښتېدلی شي، لکه څنګه چې زه له خپل اوسني میړه سره وتښتېدم.''

Image caption په رامبور او بلانګورو کې چې د کیلاش ښځې ما ولیدلې، ډېرې بې باکه او زړورې دي، کله چې له تاسو سره خبرې کوي، د سړي سترګو ته ګوري او د خپل زړه ټول حال بیانوي.

صاحبه وايي چې څرنګه دوی وتښتېدل او بیا د هغې د میړه په کور کې مېشت شول:

''له یوه کس سره اوسېدل کوم ټاکلی وخت نه لري، خو په پای کې دوه میاشتې وروسته موږ زما د پلار کور ته راغلو، او بیا مو واده وکړ.''

دا له واده کولو وړاندې یوه غیر معموله مینه ده، او دا هم یو عجیب ځای دی.

ددوی ځینې کړنې لاهم تبعیضي بڼه لري، عموماً ښځې یې کورنۍ چارې پرمخ وړي او نارینه یې بیا بهر سوداګري کوي خو ښځې او سړي دواړه بهر کرنیز کارونه کوي.

په کیلاش کې د جنډر موضوع په اړه ځانګړي نظرونه شته، چې بنسټ یې پر پاکۍ اېښودل شوی، ځینې مذهبي مراسم یوازې د سړو په مټ ترسره کېږي. د پسرلي جشن ته نژدې یوه معبد ته ښځې او مسلمانان هلته نه شي ننوتلای.

ښځې باید جامې او ځانونه په جلا ځایونو کې ومینځي. او د ښځو د میندوارۍ او میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال له کلي بهر په جلا کورونو کې اوسېږي.

دوی په کرنیزو ځمکو کې کار کولو ته راوتلی شي، خو کلي ته نه شي ننوتلای.

د کیلاش یو اوسېدونکی یاسر وايي: ''دلته ښځې ناپاکه مخلوق بلل کېږي، خو په ټولنه کې یې ډېر درناوی کېږي. یوازې یو څو څیزونه شته چې ښځې یې نه شي کولای.''

بې باکه ښځې

په حقیقت کې واده او طلاق اخیستل د نارینه وو په پرتله د ښځو لپاره اسانه دی. ۲۲ کلنې جمرات تر واده کولو یو کال وروسته خپل میړه پرېښود، له بل سړي سره ولاړه او اوس له خپلې خسرګنۍ سره اوسېږي.

د هغې مخکينی میړه مسلمان شو، له بلې ښځې سره یې واده وکړ او په ګاونډي کلي کې اوسېږي.

خو په دې اړه مالي چارو ته هم باید پام وشي.

Image caption په کیلاش کې ښځې له مریو ښکلي توکي جوړوي.

جمرات زیاتوي: ''دویم میړه باید د واده پرمهال د نجلۍ لومړي میړه ته دوه برابره پیسې ورکړي، حال دا چې هغه هم له مالي اړخه زیانمن شوی او هم یې ښځه له لاسه ورکړې ده.''

که چېرې کومه ښځه دویم واده ونه کړي، لومړی میړه تر طلاق وروسته د نجلۍ له پلار څخه باید پیسې واخلي.

که څه هم جمرات له خپل تښتېدلي مین سره واده نه دی کړی، خو لا له وړاندې یې دویم مین د هغې پخواني میړه ته ۶۰۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ (چې ۷۰۰ ډالره یا ۴۲۵ پونډه کېږي) ورکړي دي.

په رامبور او بلانګورو کې چې د کیلاش ښځې ما ولیدلې، ډېرې بې باکه او زړورې دي، کله چې له تاسو سره خبرې کوي، د سړي سترګو ته ګوري او د خپل زړه ټول حال بیانوي.

د پاکستان له ستونزو په ډکو لویو ښارونو کې ټولې چارې سړي کنټرولوي، خو په دغه کوچني کلي کې بیا ټولې چارې د سړو په مټ نه کنټرولېږي.

ورته مطالب