په افغانستان کې د راګبي لوبه پراختیا مومي

رګبي
Image caption د راگبي تاريخ او مخينه ١٨٨٠ ام ميلادي کال ته ورگرځي چې ددغې لوبې لومړۍ نړيواله لوبه په کې شوې وه.

يو شمير افغان لوبغاړي هڅه کوي چې په خپل هيواد کې د راگبي په نامه يوه نوې لوبه دود کړي او په دې چارې سره د راگبي د اسيايي فدراسيون غړيتوب تر لاسه کړي.

دغه لوبغاړي واى چې د افغانستان د المپيک ملي کميټې ورسره په خپل جوړښت کې د راگبي د فدراسيون په رامنځ ته کولو هوکړه کړې ده.

ښايي چې د راگبي نوم د ځينو افغانانو لپاره نا اشنا وي،ځکه چې په دغه هيواد کې اوږده مخينه نه لري خو په په وروستيو دوو کلونو کې يو شمير ځوانانو ورسره د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو ليوالتيا ښوولې ده.

اوس ځينو افغان ځوانانو هڅه پيل کړې ده چې دا لوبه په پراخه کچه پيل کړي او په پياوړتيا سره يې د راگبي اسيايي فدراسيون ته لاره بيامومي.

په افغانستان کې د راگبي لوبې بنسټگر بشير ستانکزي بي بي سي ته وويل په راروانو دوو کلونو بايد هغو موخو ته ورسيږي چې ددغې لوبې نړيوال فدراسيون ورته وړاندې کړې دي.

ښاغلي ستانکزي وويل چې پرون ددغې لوبې د پرانستې په موخه شل تنه لوبغاړي ورغلي وو چې ښايي په راتلونکو ورځو کې دا شميره نوره هم لوړه شي،نوموړي وويل چې د لوبغاړو د موندو په موخه به يو شمير ولايتونو ته هم ددغې لوبې روزونکى وليږي چې نوي لوبغاړي پيدا کړي.

ښاغلي ستانکزي په پرون د ٢٠ تنو لوبغاړو د غونډيدو خبره وکړه خو په کابل کې د راگبي ددغې لوبډلې د لوبغاړو شمير وسمهال ٣٠ لوبغاړو ته رسيږي چې د هند يو روزونکى يې د روزلو دنده پر غاړه لري.

برتانيا، امريکا، او هند هغه هېوادونه دي چې په افغانستان کې يې ددغې لوبې د پياوړتيا په موخه د مرستې ټټر وهلى دى.

د راگبي تاريخ او مخينه ١٨٨٠ م ميلادي کال ته ورگرځي چې ددغې لوبې لومړۍ نړيواله لوبه په کې شوې وه.

راگبي يو ډليزه لوبه ده چې هره لوبډله يې ١٥ لوبغاړي لري خو د المپيک په لوبو کې چې وخت لنډ وي هره لوبډله ٧ لوبغاړي لري،دا لوبه لږه څه فوټبال ته ورته ده او توپ يې هم د چرگۍ هگۍ ته ورته وي خو کچه يې لويه وي.

ورته مطالب