ایران وايي د ''سي ای اې'' ۳۰ غړي یې نیولي

ایران
Image caption ايران له خپلو خلکو غوښتي چې ددغه ډول مشکوکو اړيکو په اړه محطاط و اوسي او ډېر دقت دې وکړي.

ايران وايي ۳۰ تنه يې نيولې چي ادعا کوي د امريکا له سي اى اې د استخباراتي ادارې سره اړيکي لري.

د ايران د استخباراتو اداره وايي چې دغې کړۍ په يو شمير هيوادونو کې د امريکايي سفارتونو او کونسلگريو لخوا فعاليت کاوه.

ايران وايي دغو کسانو هڅه کوله چې يو شمېر ايراني وگړي وگماري چې په ايران کې ددغه هېواد ددفاعي او اتومي پروگرام په اړه جاسوسي ورته وکړي.

واشنگټن تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ايران وايي دغه شبکه د نړۍ په څو هيوادونو کې فعاله وه او هڅه يې کوله چې له بېلابېلو لارو لکه د تحصيلي وېزو، کار وبار او ځينو نورو لارو يو شمېر ايرانيان د ځان لپاره وگماري.

د ايرا ن د اطلاعاتو وزارت ددغو هېوادونو له ډلې په متحده عربي اماراتو، ترکيې او ماليزيا کې د امريکا سفارتونه او کونسلگرۍ په دې تورنې کړي چې ددغو شبکو د فعاليت او معلوماتو د را غونډولو اډې وې.

د ايران د اطلاعاتو د وزارت له خوا خپره شوې اعلاميه کې را غلي چې کشف شوې جاسوسي شبکې د ايران د علمي، تحقيقاتي، پوهنتونونو او دارنگه د هستوي انرژۍ د مرکزونو او د ايران د هوايي او دفاعي صنايعو او ټيکنالوژۍ په اړه معلومات راغونډول.

ايران دارنگه ويلي چې ددغه هېواد د برېښنا، نفتي موادو، مخابراتي سيستم، بانيک او گمرکي سيستم په اړه د معلوماتو راغونډول ددغې شبکې نور مهم هدفونه وو.

ايران له خپلو خلکو غوښتي چې ددغه ډول مشکوکو اړيکو په اړه محطاط و اوسي او ډېر دقت دې وکړي.

تر دې وړاندې د ايران د اطلاعاتو وزير د بهرنيو اطلاعاتي شبکو پرضد د خپلو پروگرامونو يادونه کړې وه او ويلي يې وه چې يو شمېر بهرنۍ استخباراتي او اطلاعاتي شبکې په دې لټه کې دي چې له بېلابېلو اړيکو او لارو په ايران کې نفوذ وکړي.

ورته مطالب