د کن کلنۍ فلمي جايزه "شجرې" وګټله

د سينمايي نړۍ په يوه مهم فستيوال - کن - کې د کال تر ټولو لوړه جايزه – زرينه کجوره يا (پام دو اور) د امريکايي ډايرکټر ټېرېنس مالېک فلم – "شجرې" ته ورکړ شوې ده.

ددې فلم اصلي لوبغاړي براډ پېټ او شان پېن دي چې په کې کورنۍ ډرامه د ژوندانه د پيل او مفهوم په اړه ژور تفکر سره يو ځاى شوې ده.

"شجره" په نژدې څلوېښتو کلو کې د ټېرېنس ماليک يوازې پنځم فلم دى.

د ١٤٨ دقيقو دا فلم د هغه څه يوه حماسه ده چې د "انسان" نوم ورکړ شوى دى.

په ځنيو صحنو کې يې د ځمکې پر سر د ژوندانه پيل انځور شوى دى. د فلم خيالولتوب په کن کې ځيني څېړونکي زړه نازړه کړي وو، خو د قضاييه ډلې په زړه سم ولگېد.

د ښې لوبغاړې جايزه کېرسټېن ډنسټ ته په پياوړي فلم – ميلانکوليا يا سواديي کې د لوبېدو لپاره ورکړشوه چې د قيامت د ورځې يو نکل دى.

د هغې جايزه له دې امله هم بېسارې وه چې د فلم ډايرکټر – لارس فان ټريئر په يوه خبري کنفرانس کې د څرگندونو له امله چې ځان يې "ناڅي" بللى و، له کن نه وشړل شو.

ورته مطالب