افغان کرېکټ لوبډلې خپله لومړۍ لوبه بايلوده

پاکستان کرېکټ لوبډله
Image caption د پاکستان لوبډلې د ۱۵۲ منډو هدف په ۴۰ اوور کې پوره کړ.

پاکستان ته ورغلې د افغانستان کرېکټ لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه په پنځو وېکټو د پاکستان د کرېکټ په اې لوبډلې بايلوده.

دغه لوبه په اسلام اباد کې وشوه او افغانستان د پچې يا ټاس په ګټلو سره لومړی د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په دغه پنځوس اووريزه لوبه کې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په سر يوازې ۱۵۲ منډې جوړې کړې.

يو وخت د افغان لوبډلې منډې يوازې ۹۴ وې او اته لوبغاړي يې سوځېدلي وو، خو افغان لوبغاړي محمدنبي د تېز او ښکلي بېټنګ په برکت افغان لوبډلې خپلې منډې ۱۵۲ ته ورسولې.

محمد نبي د اوو څلوريزو او درې شپږيزو په مټ ځانته ۷۲ منډې وکړې او له همدې کبله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

له ده پرته کپتان نوروز منګل هم ښه لوبه وکړه او ۳۳ منډې يې وکړې.

د افغان لوبډلې په ځواب کې د پاکستان د کرېکټ اې لوبډلې د پنځو لوبغاړو د سوځېدو په سر په څلوېښتم اوور کې د ۱۵۲ منډو هدف پوره کړ.

د پاکستاني غاړې تېزو بالرانو ښه لوبه وکړه او پرته له محمد نبي نور لوبغاړي يې په ازادانه ډول بېټنګ کولو ته پرېنښودل.

د دې لړۍ بله لوبه سبا د مې په ۲۷مه په راولپنډۍ کې ترسره کېږي او دريمه لوبه د مې په ۲۹مه په فيصل اباد کې کېدونکې ده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ لوبه به د شپې او ورځې ياني ډې انډ ناېټ وي.

ورته مطالب