پاکستان افغانستان ته په ۱۴۶ منډو ماتې ورکړه

د انځور حقوق b

نن د افغانستان او د پاکستان د اې لوبډلې ترمنځ د کرېکټ د دريو لوبو دويمه يې د پاکستان په راولپنډۍ کې روانه ده. ټاس پاکستان وګاټه او لومړی يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه.

د پاکستان اې لوبډلې د درې لوبو د لړۍ دويمه کرېکټ لوبه په ۱۴۶ منډو وګټله

لسم افغان لوبغاړي لوبه ونه کړه

افغانستان نهمه وېکټه له لاسه ورکړه.

الله شينواری په ۶۳ منډو ولاړ دی

افغانستان په خپله پاڼۍ کې تر اوسه ۱۷ څلوريزې او دوه شپږيزې وهلي دي

دولت ځدراڼ د افغانستان د اننګز دویمه شپږيزه ووهله

سميع الله شينواري څلوريزه ووهله

دولت ځدراڼ لوبې ته راووت

شاپور ځدراڼ بولډ شو

افغانستان خپله اتمه وېکټه له لاسه ورکړه

افغانستان په خپله لوبه کې د لومړي ځل لپاره شپږيزه ووهله

افغان لوبغاړو څلوريزه ووهله

افغانستان ته د ضرورت وړ منډو اوسط ۱۵ ته ورسېد

شاپور اوس اووه منډې لري

سميع الله په ۳۲ منډو ناټ اوټ ولاړ دی

افغان لوبغاړو بله څلوريزه ووهله

افغانستان ته اوس په هر اوور کې له ۱۳ د زياتو منډو جوړولو اړتيا ده

شاپور ځدراڼ څلوريزه ووهله

سميع الله په ۲۸ منډو ناټ اوټ ولاړ دی او شاپور په درې منډو په کريز ولاړ دی

افغان لوبغاړي اوس په کرار کراره لوبه کوي، ځکه پوهيږي چې د دوی لوی هدف پوره کول اوس اسانه کار نه دی

سميع الله شينواری په ۲۱ منډو ناټ اوټ ولاړ دی

داسې بريښي چې افغانستان د لوبې کنټرول له لاسه ورکړې ده

افغانستان لوبډله اوس بايد په هر اوور کې له لسو زياتې منډې وکړي

شاپور ځدراڼ لوبې ته راووت

پاکستاني بالران وخت په وخت افغان لوبغاړي سوځوي او نه يې پرېږدي چې ډېرې منډې وکړي

محمد نبي عیسی خېل یوازې درې منډې وکړې

محمد نبي عيسی خېل وېکټ کيپر کېچ اوټ کړ

افغانستان اوس بايد د اته اعشاريه ۸۰ په اوسط منډې وکړي

ده په تېره لوبه کې په يوازې سر ۷۲ منډې وکړې

نبي عيسی خيل اوس بېټ کولو ته راووت

کپتان نوروز منګل د صدف حسين په توپ وسوځېد

کپتان نوروز منګل په ۲۹ منډو وسوځېد

افغانستان تر اوسه په خپله پاڼۍ کې ۱۰ څلوريزې وهلي دي

صدف حسين بيا بالنګ ته راغی. ده وړاندې دوه افغان لوبغاړي وسوځول

د ۲۲ اوور په لومړيو څلورو توپونو هېڅ منډه نه ده جوړه شوې

د افغان لوبډلې د منډو اوسط اوس له څلور لږ پورته دی

۲۰ اوور عمر امين کوي

افغانستان ته په ۱۷۸ توپونو ۲۴۱ منډې په کار دي

له اصغر ستانکزي وروسته سميع الله شينواری بېټنګ ته راووت

اوس ۲۰ اوور روان دی

اصغر ستانکزی د لسو منډو په کولو د ذوالفقار بابر په توپ وسوځېد

د افغانستان څلورمه وېکټه هم ولوېده

نوروز منګل په ۴۰ توپونو ۲۵ منډې کړي دي

۱۸ اوور عمر امين کوي

افغانستان بايد په ۱۹۶ توپونو ۲۴۴ منډې وکړي

۱۷ ذوالفقار کوي

اصغر ستانکزی په ۹ منډو ولاړ دی

نوروز منګل په ۲۲ منډو ولاړ دی او ترڅنګ يې اصغر ستانکزی ملتيا کوي

۱۶ عمر امين کوي

نوروز منګل په ورو بالر ذوالفقار څلوريزه ووهله

پاکستان په ۱۵ اورونو کې ۱۰۹ منډې لرلې او يوازې يو لوبغاړی يې سوځېدلی وو

۱۴اوور محمد طلحه کوي

د افغانستان د منډو اوسط اوس څه کم پنځه دی

افغان لوبغاړي اوس ډېر احتياط کوي ځکه چې درې لوبغاړي يې سوځېدلي دي

اصغر ستانکز په پنځو منډو ولاړ دی

۱۳ ذوالفقار کوي چې په مخکني اوور کې يې د جاوېد احمدي وېکټه واخيسته

نوروز منګل په ۱۳ منډو ولاړ دی

۱۲ محمد طلحه کوي

جاويد احمدي د ذوالفقار په توپ کېچ اوټ شو

د افغانستان دريمه وېکټه ولوېده

يوولسم اوور ذولفقار کوي چې سپېن يا ورو بالر دی

په لسم اوور کې افغان لوبغاړو لس منډې جوړې کړې

افغان لوبډلې تر اوسه ۸ څلورېزې وهلي دي

جاوېد احمدي په طلحه څلوريزه ووهله

لسم اوور محمد طلحه کوي

د منډو اوسط اوس پنځو ته نژدې شو

کپتان نوروز منګل په صدف څلوريزه ووهله

افغانستان لا هم ۱۲۸۱ منډو ته ضرورت لري

افغان لوبغاړو څلوريزه ووهله

۹ اوور صدف کوي

جاوېد احمدي يې په ۱۷ منډو ملګرتيا کوي

نوروز منګل په لسو منډو په کريز ولاړ دی

د افغانستان د منډو اوسط څلور اعشايه پنځوس دی

افغانستان ته لاهم ۲۸۹ منډې په کار دي

اتم اوور محمد طلحه کوي

افغان لوبغاړو تر اوسه پورې ۵ څلوريزې وهلي دي

نوروز منګل څلوريزه ووهله

جاويد احمدي په ۱۰ منډو ولاړ دی

نوروز منګل په دوو منډو ولاړ دی

نورعلي ځدراڼ د صدف په توپ په ۷ منډو وسوځيد

شهزاد محمدي يوازې د څلورو منډو په کولو سره سهېل تنوير وسوځاوه

شهزاد محمدي او نور علي ځدراڼ د افغانستان سوځېدلي لوبغاړي دي

پاکستان اې: ۵۰ اوور - ۳۲۵ منډې - ۷ وېکټې غورځېدلي

د پاکستان اې لوبډلې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته د ۲۲۶ منډو هدف وټاکه.

پاکستاني لوبغاړو په ټوله لوبه کې تر اوسه ۲۷ څلوريزې او درې شپږيزې وهلي دي.

تر اوسه دولت ځدراڼ درې پاکستاني لوبغاړي سوځولي دي.

ځدراڼ نويد ياسين د ۴۶ اوور په څلورم توپ وسوځاوه

دولت ځدراڼ شپږمه وېکټه هم واخيسته

څلوريزه ووهل شوه

تر اوسه پاکستاني لوبغاړو ۲۶ څلوريزې او دوه شپږيزې وهلي دي

د منډو اوسط اوس په اوور کې له شپږو واوښت

افغان بالران په اسانۍ سره پاکستاني بېټسمېنان اوس شاټ وهلو ته نه پريږدي.

دا مهال پر کريز باندې نويد او سرفراز لوبيږي.

د منډو اوسط پنځه اعشاريه اته اتيا ده.

دولت ځدراڼ سهېل تنوير په ۱۵ منډو بولډ کړ.

۴۲ اوور دولت ځدراڼ کوي. هغه په مخکني اوور کې يوه وېکټه واخيسته.

پاکستاني بېټسمېنانو په ۴۱ اوور کې اته منډې جوړې کړې.

حميد حسن بالنګ کوي.

سهيل تنويز بېټنګ ته په ۱۱ منډو ولاړ دی.

دولت ځدراڼ څلورمه وېکټه واخيسته

دولت ځدراڼ بالنګ کوي

د ۴۰ اوور درې بالونه شوي دي.

تر اوسه د پاکستاني بېټسمېنانو له لوري ۲۳ څلوريزې او دوه شپږېزې وهل شوي دي.

عمر امين په ۶۳ منډو، سميع الله شينواري وسوځاوه

شارجېل خان وسوځېد

په لومړي بال يې څلوريزه ولګېده.

پنځم اوور حميد حسن کوي.

د منډو اوسط له شپږو پورته دی.

څلورم اوور روان دی شاپور بالنګ کوي.

پاکستاني لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه په پنځو وېکټو وګټله.

ورته مطالب