د فیفا د ملاتړو ادارو اندیښنه

د فیفا مشر سیپ بلاټر د انځور حقوق AFP

د نړیوال فوټبال د اداره کوونکې موسسې یا فیفا دوو مالي ملاتړ کوونکو ادارو کوکاکولا او آډیډاس د فیفا د مشرانو ترمنځ د مالي رسوايي په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

کوکاکولا وايي د فیفا مشرانو ته د بډو ورکولو ادعاوې خواشینونکې دي. آډیډاس بیا وايي چې د فیفا په اړه منفي تبلیغات نه د فوټبال، نه دفیفا او نه هم د هغې د ملګرو ادارو په ګټه دي.

خو د فیفا مشر سیپ بلاټر په دغې ادارې کې د مالي بحران ادعاوې ردوي او وايي چې فیفا به رامینځ ته شوې یو لړ ستونزې هوارې کړي.

اخوا د سویس دپارلمان یوه غړي رونالډ بوخیل په فیفا کې د مالي بحران موضوع راپورته کړي چې باید فیفا ورته ځواب وايي او دله مینځه وړلو لپاره یې اقدام وکړي.

ښاغلي بوخیل بي بي سي ته وویل داسي نه بریښي چې دفیفا اوسني مشران دې ددغې ادارې دپرمخ بیولو توان ولري.

فیفا له خپلو مالي ملاتړو سره له تړونونو په سلګونه زره ملیونه ترلاسه کوي. اوس چې دوو ملاتړ کوونکو ادارو یې یعني کوکاکولا او آډیډاس د فیفا د مشرتابه ترمینځ د فساد په اړه انديښنه څرګنده کړې ددغې ادارې مشرتابه تر پوښتنې لاندې راغلې.

د آسیا د فټبال فدراسیون مشر محمد بن همام او د ښاغلي بلاټر یواځنی سیال او د هغه مرستیال جک وارنر د مالي فساد په تور له خپلو دندو ګوښه شوي خو دواړو چارواکو پرې لګېدلي تورونه رد کړي دي.

ورته مطالب