کريکت بورډ : راشد لطيف له دندې استعفى وکړه

راشد لطيف

راشد لطيف تير کال هم د کبير خان تر تگ وروسته يو ځل استعفى وړاندې کړې وه خو بيا بې له کوم ښکاره دليل پاتې شو .

د افغانستان د کريکټ بورډ چارواکو له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې ويلي چې د ملي لوبډلې روزونکي راشد لطيف له خپلې دندې استعفى ورکړې ده .

له کريکټ بورډ سره د راشد لطيف يو کلن قرارداد راتلونکې مياشت پاى ته رسيدونکى و خو تر وخت وړاندې پخواني پاکستاني کپتان له دندې لاس واخيست .

د کريکټ بورډ چارواکو وويل دوى دغه غوښتنه مني او راشد لطيف به نور د ملي لوبډلې روزونکى نه وي .

راشد لطيف تير کال هغه وخت د ملي لوبډلې د بشپړ روزونکي په توگه دنده پيل کړه چې کبير خان دغه کار پرېښود .

د راشد لطيف په روزنه افغان ملي لوبډلې د څلور ورځنيو لوبو د سيالۍ پايلوبه له سکاتلنده وگټله ، خو پايلوبې ته د رسيدا لپاره نورې لوبې د کبير خان په روزنه گټل شوې وې .

په چين کې د اسيايي لوبو په ترڅ کې د راشد لطيف په روزنه افغان لوبډلې د سپينو زرو مډال وگاټه .

خو په پاکستان کې د کوربه هيواد له الف لوبډلې سره د افغانستان پرله پسې ماتې د ډيرو په گرمان د راشد لطيف تر ټولو لويه ناکامي وه .

تر هغو لوبو وروسته پاکستاني رسنيو د راشد لطيف له خولې ويلي و چې لوبغاړو په لوى لاس هغه لوبې وبايللې ځکه چې هغوى له دۀ سره خوښ نه و .

دا تور د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړو يو مخ رد کړ او ځينو لوبغاړو بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې دوى د خپل هيواد استازيتوب کوي ، روزونکى يا کوم بل ورته تر خپل هيواد په هيڅ شرط لوړ نه دى .

راشد لطيف تير کال هم د کبير خان تر تگ وروسته يو ځل استعفى وړاندې کړې وه خو بيا بې له کوم ښکاره دليل پاتې شو .

افغان کريکټ بورډ به اوس د نوي روزونکي هڅه په داسې وخت کې کوي چې ملي لوبډله کاناډا ته تلونکې ده او هلته به يوه څلور ورځنۍ او څو يو ورځنۍ لوبې کوي .

ملي لوبډله په سرېلنکا کې هم روزنيز کمپ لري .

د افغان کريکټ ډيرو مينه والو په تيرو وختونو کې د کبير خان د بيرته ستنيدا غوښتنه کوله .

د کبير خان په روزنه افغان ملي لوبډلې پرله پسې مډالونه وگټل او د ملي لوبډلې د لوبې ډول او سيستم خوراښه شوى و .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .