بند امير کرېکټ لوبډله پای لوبې ته ووته

د افغانستان د پنځو زونونو د لوبډلو ترمنځ د کرکېټ سيالۍ چې په کندز کې روانې دي نن يې پايلوبه ده، چې په ترڅ کې به يې د بند امير لوبډله د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.

دغه سيالۍ چې د احمد شاه ابدالي د جام په نوم نومول شوي، د افغانستان د پنځو زونونو مس عينک، بست، امو، بند امير، سپين غر او د ١٩ کلنو ملي لوبډلې په کې ولوبيدې.

د افغانستان د کريکېټ بورډ د رسنيو د برخې مشر فريد هوتک وايي چې پای لوبه به د بند امير او د ۱۹کلنو افغان ملي لوبډلې ترمنځ وي:

"په کندوز ولايت کې د زونونو د کرکټ لوبډلو تر منځ د احمدشاه ابدالي سياليو په لړ کې نن په دويمه نيمه پایلو به کې د بند امير زون لوبډلې د آمو زون لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه."

د تېرې ورځې لوبې پچه يا ټاس د بند امير لوبډلې وګټله او لومړى يې پخپله د بيټنګ کولو پرېکړه وکړه.

دوی په ۵۰ اوورنو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو د امو لوبډلې ته د ۲۸۷ منډو هدف وټاکه، خو د آمو زون لوبډله يوازې د ۱۷۷ منډو په کولو ټوله وسوځېده.

د بند امير لوبډلې دغه لوبه په ۱۰۹ منډو له آمو لوبډلې وګټله.

د بند امير لوبډلې، نواب خان چې د ٦٧ منډو په خوا کې يې درې مخالف لوبغاړي هم سوځولي وو، د لوبې غوړه لوبغاړی اعلان شو.

ورته مطالب