کريکټ : کانادا سره د حميد حسن بالينگ لوبه کابو کړه

Image caption حميد حسن د کانادا لومړني څلور لوبغاړي وسوځول

د اينترکانتيننتل کپ يا د لويو وچو ترمنځ د کريکټ په څلور ورځنيو سږنيو لوبو کې دا د افغانستان لومړنۍ لوبه ده . کانادا کې پچه وگټله او لومړى يې افغان لوبغاړو ته د لوبې بلنه ورکړه. د افغانستان د پيل لوبغاړي کريم صادق او نور علي ځدراڼ ژر وسوځيدل او د ٢٤ منډو په لرلو افغانستان دوه لوبغاړي له لاسه ورکړې وي . خو شهزاد محمدي خورا تيزه لوبه وکړه . دۀ دوه شپږيزې او نهه څلوريزې ووهلې او له کپتان نوروز منگل سره يې د ٨٢ منډو ملگرتيا وکړه . نوروز منگل د يوې شپږيزې او درو څلوريزو په مرسته ٢٨ منډې وکړې . د افغانستان له لورې تر ټولو ډيرې منډې سميع الله شينواري وکړې . د هغه په اويا منډو کې ١٢ څلوريزې وې . ميرويس اشرف هم ښه وځليد او د څلورو څلوريزو په مرسته يې ٤٨ منډې خپلې کړې . د افغانستان ټولې منډې ٢٩٣ وې چې ښايي تر هيلو يې لږ وې خو د لومړۍ ورځ په پاى کې د حميد حسن تيز بالينگ داسې وښووله چې د افغان لوبډلې منډې کمې نه دي . حميد حسن څلور لوبغاړي وسوځول . د افغانستان له لورې حمزه هوتک او دولت ځدراڼ په لومړي ځل څلور ورځنۍ لوبې کوي . د يادونې وړ ده چې د لويو وچو تيره اتلوولي افغانستان گټلې وه او اوس له خپلې اتلولۍ دفاع کوي