کریکټ بورډ: کریکټ لوبډله له کاناډا کابل ته ستنه شوه

افغان کریکټ لوبغاړي
Image caption د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د کاناډا کریکټ فسټيوال په لړ کې د امریکا متحده ایالتونو ته هم ماتې ورکړه.

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله تر يو شمېر برياليتوبونو وروسته نن (سه شنبه) له کاناډا نه کابل ته ستنه شوه.

افغان لوبډله په انټر کانټينيټل سياليو کې د گډون په موخه کاناډا ته تللې وه چې کوربنه لوبډله يې ماته کړه سربېره پر دې افغان لوبډلې د لومړي څل لپاره له کاناډا نه د يو ورځنيو لوبو لړۍ هم وگټله.

هيله ده چې په کابل کې د افغان لوبډلې تود هرکلې وشي.

د افغانستان د کریکټ بورډ وياند فريد هوتک هیله ښودلې، چې له روژې سره سره به د کریکټ ډېر مینه وال د لوبغاړو د هرکلي لپاره ورشي:

''د افغانستان کریکټ لوبډلې کوربه هېواد کاناډا ته ماتې ورکړه، او په یوه ورځنیو لوبو کې یې هم کاناډا ته ماتې ورکړه. ''

نوموړی وايي چې د افغانستان د کریکټ بورډ د لوبغاړو د هرکلي لپاره یولړ مراسم په پام کې نیولي دي.

که په دې باب تبصره کوﺉ، د بي بي سي پښتو فیسبوک پاټې ته ورشئ.

ورته مطالب