تاج ملوک: کله چې وړوکی وم !

تاج ملوک عالم
Image caption زه د بي بي سي پښتو ټولو اوريدونکو او کارکوونکو ته د ۳۰ کلیزې ډېره ډېره مبارکي وایم

کله چې وړوکی وم، د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ شاو خوا کلونه وو، زموږ مشرانو به هر ماخستن او سهار له بي بي سي خبرونه اورېدل، نو ځکه مې غوږونه هم تل ورسره اشنا وو. د بي بي سي د خبریالانو خبرې مې ډېرې خوښېدې.

د بي بي سي خبرونه ډېر کره او رښتیا وي، نو ځکه خلک پرې ډېر باور کوي. زما به د داود جنبش، سعیدې محمود، لطيف بهاند، داود اعظمي، علي ارغنداوي، جان محمد اڅکزی، ګوهر الرحمن ګوهر، عنایت الحق یاسیني او ایمل پسرلي غږونه ډېر خوښېدل.

که رښتیا ووایم ما به په زړه کې ویل چې کاشي چې افغانستان د کرېکېټ ټیم درلودلی او بي بي سي پرې تبصرې کولای.

کله چې د ۲۰۰۱ په نومبر کې کابل ته ر اغلم او د افغانستان د کرېکېټ لوبډلې بنسټ مې کېښود، او فعالیتونه مو پيل کړل، نو یوه ورځ مې د یوه دوست له لارې له ملالۍ شینوارې سره وکتل او لومړۍ مرکه مې و رسره وکړه او بیا مې خپلې مرکې ته ډېر کمپاین وکړ او کور ته مې هم احوال ورکړ.

ټول دوستان مې خبر کړل، تر دې وروسته زموږ اړیکه له بي بي سي سره ټينګه شوه.

په ۲۰۰۵ کال کې کله چې ما د آی سي سي کلنۍ غونډې ته چې په لندن کې ترسره کېده برخه واخیسته هلته مې بیا له ایمل پسرلي سره ټليفوني اړیکه ونیوله.

همدا و چې ایمل پسرلي د بوش هاوس (د بي بي سي نړيوالو خپرونو ودانۍ) ته د ورتلو بلنه راکړه.

مرکه مې هم ورسره وکړه او هغه ډېری خبریالان مې چې په وړوکوالي کې يې له غږونو سره اشنا وم، له نژدې ولیدل.

ډېر خوشاله شوم بیا مې له ایمل پسرلي سره د کرېکېټ په هکله اوږد بحث وکړ.

کله چې ما پسرلي صیب ته وویل چې افغانستان به په نژدې وخت کې غټو غټو ټیمونو ته ماتې ورکړي، نو په خندا شو او راته ویې ویل چې لاپې مه وهه.

کله چې زموږ د کامیابیو پیل وشو نو بیا به بي بي سي پښټو د لوبو له ځايه زموږ سیالۍ ژوندۍ خپرولې.

لوبغاړي یې له خپلې ویبپاڼې معرفي کړل د لوبغاړو عکسونه یې خپاره کړل؛ ځکه هغه وخت د اوس په په څېر نه کرېکېټ او نه هم زموږ لوبغاړو د افغانانو ترمنځ دومره نوم درلود.

خو په هر حال د کرېکېټ په مشهورولو کې یې ډېرې هڅې وکړې او په ځانګړې توګه د کرېکېټ لپاره یې پښتو اصطلاحات رامنځ ته کړل، لکه څلوریزه، شپږیزه او داسې نور.

دا چې د افغانستان د کرېکېټ لوبډله د نړیوالو ډلو په کتار کې ده، د بي بي سي راډيو او بي بي سي پښتو وېبپاڼې له ارزښتناکې ونډې سترګې نه شي پټېدی.

هغه وخت چې کرېکېټ هېچا هم نه پېژانده، نو بي بي سي یې په اړه راپورونه ورکول، او دا یوه نوې تجربه هم وه.

بي بي سي له لوبغاړو سره مرکې کولې او خلکو ته یې ورپېژندل. ایمل پسرلی واقعاً له کرېکېټ سره ډېره مینه لري.

دی د ۲۰۰۸ په سیالیو کې جرسي ته راغلی و، بیا سوېلي افریقا ته راغی، او د سیالیو حال یې نېغ په نېغه خپراوه.

موږ به چې کله سیالي ختمه کړه، بیا به مو په هوټل کې د بي بي سي تبصرې اورېدې، او د سیالۍ راپور ته به غوږ وو.

پر وېبپاڼه به مو د لوبې عکسونه کتل او ډېر خوند به مو ترې اخیست.

په پای کې زه د بي بي سي پښتو ټولو اورېدونکو او کارکوونکو ته د ۳۰ کلیزې ډېره ډېره مبارکي وایم، او مننه ترې کوم چې له افغان کرېکېټ لوبډلې سره یې مرسته کړې او نورې بریاوې ورته غواړم.