څېړنه: هره ورځ سپورت کول عمر اوږدوي

Image caption څېړونکو ویلي هره ورځ سپورت کول د سرطان ناروغۍ د کچې په راټيټېدو کې رغنده ونډه درلودی شي.

په ټایوان کې د یوې ترسره شوې څېړنې پایلې ښيي چې ''که غواړﺉ، چې درې کاله عمر مو اوږد شي، باید هره ورځ ۱۵ دقیقې سپورت وکړﺉ.''

په ټایوان کې د ملي انستېتیوت د روغتیايي څېړنو څېړونکي چي بانګ چې ددغې څېړنې مشري هم وردغاړې وه، ویلي هره ورځ په نورمال حالت کې ۱۵ دقیقې تېز تګ یا منډې وهل هر انسان ته ګټه رسوي.

نوموړی زیاتوي، دا کار د نارینه وو، ښځو، کوچنیو، لویانو، سګرټ څکوونکو، صحتمندو کسانو او ناروغانو لپاره یو ډول ګټه لري.

بانګ او ملګرو یې له ۱۳ کلونو راهیسې تر ۴۱۶ ډېر کسان څارل، او د هغوی روغتیايي حالت ته یې پام کاوه، چې هر کال به یې په جسمي فعالیت کې ډېروالی راتله.

ددغو کسانو عمرونو، وزن، جنس، او نورو روغتیايي ځانګړتیاوو ته په کتنې سره، څېړونکو ومونده چې هره ورځ ۱۵ دقیقې سپورت کول ددې لامل ګرځي چې د انسان درې کاله عمر ډېر کړي.

څېړونکو ویلي هره ورځ سپورت کول د سرطان ناروغۍ د کچې په راټيټېدو کې رغنده ونډه درلودی شي.

بانګ وايي، هرانسان مري، خو د سرطان په ناروغۍ هغه اخته ناروغان، چې سپورت کوي، د مړینې احتمال یې شاید ۱۰٪ ته راټيټ شي.

ورته مطالب