څېړنه: مڼه د وینې د پرڼ کېدو مخه نیسي

ایا دا سمه ده چې وايي ''چې مڼه وي، ډاکټر ته اړتیا نه شته''؟

د انځور حقوق AP
Image caption څېړنه وايي سپینه شیره لرونکې مېوه، لکه مڼه، ګوپي (د کرم ګل)، بادرنګ، مرخېړی، کیله، د مڼې اوبه او ناک د وینې د پرڼ کېدو مخه نیسي.

همداسې ده؛ ځکه نوې څېړنه ښيي چې د مڼې او هغو سبزیجاتو خوړل، چې سپينه شیره ولري، د وینې د پرڼ کېدو مخه نیسي.

د امریکا (هېلت ډې نیوز) وېبپاڼه وايي، هالنډي څېړونکو په یوه تازه څېړنه کې موندلې چې ۲۵ ګرامه مڼه او یا هغه سبزي خوړل چې سپینه شیره ولري، د وينې د پرڼ کېدو په مخنيوي کې ۹٪ مرسته کوي.

دوی وايي چې د وینې د پرڼ کېدو د مخنیوي لپاره په مېوو کې مڼه او ناک تر ټولو ډېر اغېزناک رول لري؛ ځکه چې په منځ کې یې سپینه شیره وي.

په هالنډ کې د واګنګین پوهنتون څېړونکې لیندا اود ګریب وايي، مېوه او شنه سبزيا او مالټه د وینې د پرڼ کېدو په مخنیوي کې ۸۲٪ مرسته کوي.

خو لیندا داهم په ډاګه کړې، ددې معنا دا نه ده چې ګني هغه مېوه او سبزي ګټه نه لري، چې سپینه شیره نه لري، ځکه کېدای شي دا د نورو مزمنو ناروغیو په درملنه کې ګټور پرېوځي.

نوموړې د ډېرې مېوې او سبزي د خوړلو توصیه کوي.

دغه څېړنه د ۲۰ او ۶۵ کلونو ترمنځ په شاوخوا ۲۰ زره کسانو ترسره شوې ده، او د هغو مېوو پربنسټ پر څو ډلو وېشل شوي، چې دوی یې خوري.

دغې څېړنې پوره لس کاله وخت نیولی، چې بیا وروسته په ډاګه شوه، چې ۲۳۳ کسانو د وینې د پرڼ کېدو ستونزه لرله.

په پای کې دې څېړونکې ډله دې ته ورسېده، چې ډېر مېوه او سبزي خوړونکي کسان د وینې د پرڼ کېدو له ستونزې ژغورل کېږي.

څېړنه وايي سپینه شیره لرونکې مېوه، لکه مڼه، ګوپي (د کرم ګل)، بادرنګ، مرخېړی، کیله، د مڼې اوبه او ناک د وینې د پرڼ کېدو مخه نیسي.

ورته مطالب