۱۰۰ کلن په کاناډا کې د منډو سیالي بشپړه کړه

سینګهـ
Image caption سینګهـ تر ۹۰ کالو د ډېر ډېر عمر کسانو په ډله کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

یوه هندي الاصله ۱۰۰ کلن برتانوي وګړي په کاناډا کې د ماراتون سیالۍ تر بشپړولو وروسته د منډو سیالي بشپړه کړه.

له ختيځ لندن ایلفورډ څخه فوجا سینګهـ د ''تورینتو واټر فرانټ ماراتون'' د منډو سیالي تر ۸ ساعتونو، ۲۵ دقیقو او ۱۶ ثانیو پورې پرمخ بوتله.

سینګهـ تر ستړي کېدا او د ۲۲ میله منډې په وهلو سره ودرېد، خو بېرته یې له سره منډه وکړه، او په دوو نورو ساعتونو منډې سره یې پر پنځو نورو منډې وهونکو مخکې شو.

نوموړي د منډې وهلو سیالي له ۱۱ کلونو راهیسې د خپلې ښځې او زوی تر مړینې وروسته پیل کړې ده، او هره ورځ ۱۰ میله منډه وهي.

كاري او چای

د هغه روزونکي او ژباړن هارماندیز سینګهـ وویل فوجا سینګهـ ''د سترې نېکبختۍ احساس کاوه.''

هغه زیاتوي، چې وړاندې او مخکې له دې چې د سیالۍ وروستي پړاو ته ننوځي، وویل ''ددې سيالۍ ګتل د نوي واده کولو ځای نیسي.''

هغه بیا غبرګه کړه: ''ډېر خوشاله یم، د خپل ژوند تمه مې پوره شوه.''

سينګهـ په ۱۹۱۱ کال د هندستان پنجاب اکې زیږېدلی، خو په ۶۰مه لسیزه کې برتانیا ته تللی دی.

سینګهـ تر ۹۰ کالو د ډېر ډېر عمر کسانو په ډله کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

هغه ته د نړیوالو ریکارډونو د ګینیس په کتاب کې د نوم لیکنې فرصت په لاس ورغی.

د پنجشنبې پر ورځ، د هغو کسانو له ډلې چې عمرونه یې تر ۱۰۰ کالو ډېر دي، اتو یې د ۱۰۰ تر ۵۰۰۰ میله پورې د منډې سیالي وګټله.

سینګهـ وویل ''په روغ او اوږده ژوند کې پټ راز په دې کې دی چې له اندېښنو سړی ځان لیرې وساتي، او هرڅه چې پېښېږي، باید سړی شکر وباسي، او د منفي کسانو له ملګرتیا سړی ډډه وکړي، تل دې پر خوله مسکا وي او تل منډه وکړې.''

ورته مطالب