کريکټ : شاهد اپريدى بيرته نړيوالو لوبو ته ستنيږي

د انځور حقوق Getty

د پاکستان د کريکټ د ملي لوبډلې مخکينى کپتان او په خورا تيزه لوبه مشهور لوبغاړى شاهد اپريدى وايي له نړيوالو لوبو يې د تقاعد پريکړه بيرته بدله کړې ده.

په خيبر دره کې زيږيدلى شاهد اپريدى وايي په پنځه ورځينو لوبو کې به بيا هم برخه نه اخلي خو په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې د پاکستان له خوا يو وار بيا لوبې ته چمتو دى.

شاهد اپريدي د روان ميلادي کال د مۍ په مياشت کې تر هغه وروسته تقاعد اعلان کړ چې د هغه وخت له روزونکي وقار يونس سره يې ښکاره مخالفت وکړاو په دې خوښ نه و چې د پاکستان کريکټ بورډ يې ننگه ونه کړه.

اوس وقار يونس د ملي لوبډلې روزونکى نه دى او د پاکستان د کريکټ بورډ مشر هم بدل شوى دى.

شاهد اپريدي وويل " ما تقاعد نه و اعلان کړى بلکې ويلي مې و چې د پخوانيو مشرانو په شته والي کې لوبه نه کوم."

په ٣٧ توپونو سليزه

پښتون لوبغاړى اپريدى وايي د پاکستان د کريکټ بورډ پخوانيو مشرانو او د ملي لوبډلې روزونکو دى نه پرېښود چې له لوبې هغسې خوند واخلي چې دى يې غواړي.

د شاهد اپريدي په مشرۍ پاکستان د روان ميلادي کال په نړيوالو اتلوليو کې ځان تر نيمه پايلوبو ورساوۀ خو هلته يې له هند څخه ماتې وخوړه.

شاهد اپريدي د پاکستان له خوا ٢٧ پنځه ورځنۍ او ٣٢٥ يو ورځنۍ لوبې کړي دي.

دۀ په يو ورځنيو لوبو کې يوازې په ٣٧ توپونو سليزه کړې وه چې تر ټولو چټکه ده.