لېبيا: ډگروال قذافي وژل شوى دى

لېبيا د انځور حقوق philippe desmazes afp getty images
Image caption د موبايل له لارې اخيستل شوى يو تصوير ښيي چې گواکې قذافي وژل شوى

لېبيا لومړي وزير محمود جبريل اعلان وکړ چې پخوانى ولسمشر معمر قذافي وژل شوى دى .

د لېبيا لنډمهالى حکومت وايي قذافي د سرت په ښار د بريد پر وخت ټپي شوى و، همدغلته د ناټو هوايي ځواکونو د پنجشنبه په سهار بمبارۍ کړې وې.

د تلويزيون تصويرونو يو مړى ښودۀ چې قذافي ته ورته دى.

مړى په وينو لړلى او ډير ټپي و.

د برتانيا لومړي وزير ديويد کېميرون وويل دا هغه شېبه ده چې د هغو ټولو مړو په باب بايد فکر وشي چې د قذافي د رژيم پر وخت وژل شوي دي.

پخوانۍادعاوې

د لېبيا د منځمهالي حکومت چارواکي وايي معمر قذافي وژل شوى دى.

د لېبيا د اطلاعاتو وزير محمود شمام وويل جنگياليو ورته ويلي چې د قذافي مړى يې ليدلى دى، نورو لېبيايي چارواکو هم ويلي چې قذافي مړ شوى دى.

دغه رپوټونه او ادعاوې خپلواکو سرچينو لا تر اوسه نه دي تايد کړي

د لېبيا د لنډمهالې حکومت پوځي قومندانان وايي دوى د دغه هيواد مخکينى واکمن ډگروال معمر قذافي نيولى دى.

دا خبر تر هغه وروسته راغى چې د لنډمهالې ادارې ځواکونو د معمر قذافي د زيږيدا د ښار، سرت ، د نيولو ادعا وکړه.

د لېبيا د منځمهالې ادارې يوۀ عسکر بي بي سي ته وويل چې دۀ د سرت په ښار کې په يوه سوړه کې ډگروال قذافي وموند.

دغه عسکر ادعا کوي چې قذافي ورته زارۍ کولې چې ويې نه وژني.

د سرو زرو تومانچه

دغه سرتيري د سرو زرو يوه تومانچه را وايستله چې وايي له قذافي يې ولجه کړې ده.

د دغو رپوټونو پخلى لا تر اوسه نه ده شوى.

د لېبيا د لنډمهالې ادارې يوۀ قومندان عبدال ماجد وويل " قذافي مو نيولى خو په دواړو پښو ټپي شوى دى.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption قذافي په ١٩٦٩ کالف کې واکمن شو

دى په يوۀ امبولانس کې بېول شوى دى.

د فرانسې خبري اژانس بيا د لېبيا د لنډمهالې ادارې د يوۀ بل قومندان له خولې خبر ورکړى چې قذافي په سرت کې نيول شوى خو سخت ټپي دى.

ځينې رپوټونه دا هم وايي چې گواکې قذافي وژل شوى دى.

د بي بي سي يوه خبرياله کرولاين هاولي له سيمې په رپوټ کې وايي چې د قذافي يوه پلوي تلويزيون دا خبر رد کړى دى.

د لېبيا په بيلا بيلو سيمو کې خلکو د دې خبر په اوريدا خوښۍ پيل کړي دي، هوايي ډزې کوي او نڅاوې کوي.

د رايټرز خبري اژانس د يوۀ قومندان له خولې ليکلي دي چې قذافي وژل شوى دى .

پخوانۍ ادعاوې

څو مياشتې وړاندې د لېبيا د پلازمېنې د نيولو پر وخت د لېبيا د لنډمهالې ادارې کسانو ادعا کړې وه چې د قذافي زوى يې نيولى دى خو هغه خبر وروسته ناسم ثابت شو.

ډگروال قذافي په ١٩٦٩ کال کې پر لېبيا واکمن شو خو د روان ميلادي کال په ترڅ کې د پاڅونونو او ورپسې پوځي مقاومت له امله له واکه بې برخې شو.

د جرمونو نړيواله محکمه غوښتنه لري چې معمر قذافي د ادعا شويو جرمنو له امله محاکمه کړي.