فوټبال: مشهور روزونکى ايريکسن د کلب له دندې ليرې شو

ايرکسن
Image caption ايرکسن په روزنه کې خورا ډيره تجربه لري

د انگلستان د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانى روزنکى سېون گوران ايرکسن د دغه هيواد د فوټبال ليگ د دويم کتار د کلب ليستر سټي د روزنې له دندې گوښه شو.

٦٣ کلن ايرکسن په دې له کاره وايستل شو چې په لومړنيو ١٣ لوبو کې يې يوازې پنځه گټلې وې حال دا چې په دوبي کې يې په ديرو پيسو گڼ لوبغاړي رانيولي وو.

د ايرکسن وروستۍ لوبه د لندن له مېلوال کلب سره وه چې دوى درې صفر وبايلله.

د لوبيز کال تر پيل وړاندې ايرکسن له ډيرو هيلو سره په کار گمارل شوى و او شل ميليونه پوڼده يې لگولي وو چې نوي لوبغاړي ومومي.

ايرکسن اصلآ د سويډن اوسيدونکى دى او د روزنې پيل يې هم له سويدني کلبونو څخه څلور لسيزې وړاندې کړى و.

پخواني کارونه

وروسته د پرتگال بنفيکا او ورپسې د ايتاليا روما او فيرونتينا ته لاړ.

ايرکسن يو وار بيا بنفيکا او ورپسې بيرته د ايتاليا سمدوريا او لزيو کلبونو ته د روزنکي په توگه ولاړ او لوى نوم يې وگاټۀ.

په ٢٠٠١ کال کې ايرکسن په لومړي ځل د يوې ملي لوبډلې روزونکى شو او د انگلستان لوبډله وروسپارل شوه.

پنځه کاله وروسته له هغې دندې گوښه شو او په انگلستان کې يې د يوۀ کال لپاره د مانچستر ستي روزنه په غاړه واخيسته.

ورپسې د مکسيکو او عاج ساحل د ملي لوبډلو روزونکو چې له هغو وروسته د ليستر ستي کلب ته راغى.

د ايرکسن تجربو ته په کتلو دا امکان ډير دى چې ژر ښايي د يوۀ بل کلب يا هيواد د روزنې چارې ترلاسه کړي.