کريکټ: " افغان لوبغاړي د سارک سياليو ته چمتو دي"

سارک
Image caption د سارک په لوبو کې د اسيا ځينې تر ټولو پياوړې لوبډلې برخه لري

د سويلي اسيا د سيمه ييزې همکارۍ د ټولنې شل اوريزې کريکټ سيالۍ په لومړي ځل ترسره کيږي.

دا لوبې په مالديپ کې دي چې د اسيا پياوړې لوبډلې پکې برخه لري.

افغانستان په بي گروپ کې له بوټان، بنگله ديش او کوربه هيواد مالديپ سره دى.

بنگله ديش د نورو بوختياو له امله په دې سياليو کې له برخې اخيستو بخښنه غوښتې ده.

په همدې دليل له بي گروپ څخه نيمه پايلوبو ته د افغانستان د رسيدا امکان لا ډير شوى بلل کيږي.

په اې گروپ کې هند، پاکستان، سرېلنکا او نيپال يو ځاى شوي دي.

د اې گروپ گټونکى به د بي گروپ له دويم نمبر او دغه راز د بي گروپ گټونکى د اې گروپ له دويم نمبر ټيم سره په نيمه پايلوبه کې بخت ازمويي.

دا لوبې د پنځه ويشت کلنو يا تر هغو د کشرو لوبغاړو ترمنځ دي او په شل اوريز ډول به ترسره کيږي.

افغان لوبډله ځوانه ده

د افغانستان د لوبډلې د منډو د برخې روزونکي ريس احمدزي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې افغان لوبډله ځوانه ده خو سياليو ته پوره چمتو ده.

افغانستان به لومړنۍ لوبه د چارشنبه په ورځ له کوربه هيواد مالديپ سره کوي.

مالديپ خپله لومړنۍ لوبه له بوټان څخه د سه شنبه په ورځ وگټله.

په يوه بله لوبه کې سرېلنکا نېپال ته ماتې ورکړه.

ريس احمدزي بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل لوبغاړو يې ښه تمرينونه کړي دي او داسې ښکاري چې وبه ځليږي.

د دغه پخواني افغان کپتان په وينا د مالديپ پيچونه يا د لوبې ډگرونه د منډو لپاره ښه جوړ دي او بايد منډه جوړونکي پکې ښه لوبه وکړي.

د مالديپ هوا نن سبا د افغان لوبغاړو په وينا داسې ده لکه په دوبي کې د جلال اباد د ښار چې وي او په دې ډول ډير افغان لوبغاړي ورسره روږدي دي.

د ريس احمدزي په وينا په دې سياليو کې د پاکستان لوبډله ډيره پياوړې ښکاري خو سرېلنکا هم نيپال ته په لويې ماتې وښوول چې ښه لوبغاړي يې راوستي دي.

د ښاغلي احمدزي په وينا د هند لوبډله ښايي ډيره پياوړې نه وي.

ريس احمدزي وويل افغان لوبډله له ډيرو تنکيو زلمو جوړه ده او د دوى هيله دا ده چې دغه لوبغاړي په نړيوالو لوبو کې تجربه ومومي او په دې ډول د راتلونکي لپاره د ملي لوبډلې پاخۀ غړي شي.

د افغان لوبډلې کپتاني حميد حسن کوي چې مرستيال يې محمد شهزاد دى.

د يادونې وړ ده چې تير کال د اسيايي لوبو په ترڅ کې افغانستان پاکستان ته په ماتې ورکولو د کريکټ سياليو پايلوبې ته رسيدلى و خو هلته يي له بنگله ديش څخه يوه سخته لوبه په وروستيو شېبو کې بايللې وه.