پخوانى پاکستاني کريکټ کپتان په دوه نيم کلن قيد محکوم شو

بټ
Image caption سلمان بټ د پاکستان پخوانى کپتان و

د پاکستان د کريکټ پخوانى کپتان سلمان بټ په انگلستان کې د يوې محکمې له خوا په دوه نيم کلن قيد محکوم شو.

سلمان بټ او د دۀ دوه نور لوبغاړي په انگلستان کې تير کال د يوې لوبې پر وخت په درغلۍ تورن شول.

د پاکستان تيز بالران محمد اصف او محمد عامر هم د درغلۍ په قضيه کې ښکيل وو او هغوى ته هم د قيد سزا واورول شوه.

محمد اصف په يو کال او محمد عامر په شپږ مياشتني قيد محکوم شوى دى.

دغه لوبغاړي تير کال له انگلستان سره د پاکستان د يوې لوبې په ترڅ کې د پيسو په بدل کې د نو بال يا په ناقانونه توپ اچولو تورن شول.

د کريکټ نړيوالې شورا پر دغو لوبغاړو بنديز لگولى دى او پاکستان کريکټ بورډ هم له لوبې ايستلي دي.

خو د انگلستان يوې محکمې دغه لوبغاړي محاکمه کړل او د پنجشنبه په ورځ ( د نومبر دريمه) يې په قيد محکوم کړل.

د کريکټ په لوبه کې د پيسو لپاره درغلي له څو کلونو راهيسته ليدل شوې ده.

د قيد سزا

دا لومړى ځل دى چې لوبغاړو ته پرې د قيد سزا ورکول کيږي.

د پاکستان يو بل مخکينى کپتان سليم ملک هم د پيسو لپاره د درغلۍ په تور د کريکټ د نړيوالې شورا او پاکستاني کريکټ بورډ له خوا له لوبې منع شوى دى.

ځينې نور پاکستاني لوبغاړي هم په همدې تور له لوبې تر څه وخته منع شوي وو.

د پاکستان يوۀ بل پخواني کپتان او په دې وروستيو کې د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي راشد لطيف ويلي و چې حتى د قيد سزا به هم ځينې لوبغاړي له درغلۍ ونه گرځوي.

د راشد لطيف په وينا لا ډير جدي گامونه بايد کريکټ بورډ واخلي.