کريکټ: افغانستان د سارک د شل اوريزو سياليو نيمه پايلوبې ته ورسيد

ملي ټيم
Image caption د افغانستان تر ٢٥ کالو کشره لوبډله پوهيږي چې په نيمه پايلوبه کې به وازمويل شي

تر نيمه پايلوبې پورې د افغانستان رسيدل لا هغه وخت ښکاره و چې د دغو لوبو مهال وېش اعلانيدۀ خو د لوبو نتايجوهغه هم د کريکټ پر لوبې باور ډير نه وي.

د مالديپ تر ماتولو وروسته افغان لوبډلې د جمعې په ورځ ( د نومبر ٤) بوټان ته هم په اسانۍ ماتې ورکړه.

لومړى افغان لوبډلې لوبه وکړه.

د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو يې ٢٩٦ منډې وکړې.

د افغانستان له لورې عامر منگل وځليد، دۀ ٨١ منډې وکړې.

افغان منډه جوړونکي په دې لوبه کې ډير په بيړه کې ښکاريدل.

گڼو لوبغاړو يې ښه پيل درلود او ژر ژر سوځيدل.

شهزاد ٢٨ گابدين ٤٤ ناسوځېدلي، نجيب ترکي ٢٨ او حميد حسن ناسوځيدلي ٢٦ منډې وکړې.

په ځواب کې بوټان په خپلو شلو اورونو کې ايله دومره وکړل چې ټول لوبغاړي له لاسه ورنه کړي.

دوى شل سره اوورونه ولوبول خو يوازې ٧٢ منډې يې لرلې.

د بوټان په سوځيدلو اتو لوبغاړو کې حميد دوه ، دولت ځدراڼ يو، گلبدين نايب او سميع الله شينواري هم دوه دوه بوټاني لوبغاړي وسوځول.

افغانستان په ٢٢٣ منډو بريالى و خو افغان لوبغاړي پوهيږي چې د دوى لوى ازمېښت په نيمه پايلوبه کې دى.

هلته به افغان لوبډله له سرېلنکا يا هند سره مخامخيږي.