افغانستان د اسيا د رگبي ټولنې غړيتوب ترلاسه کړ

رگبي
Image caption د افغانستان د رگبي فدراسيون مشر ښاغلى منصور( له ښي خوا دويم کس) هيله من دى چې دا غړيتوب به د دغې لوبې په غوړاوي کې مرسته وکړي

د افغانستان د رگبي فدراسيون ريس عبدال منصور مجيد د لاوس هيواد ته د اسيا د رگبي ټولنې غونډې ته بلل شوى و.

په دغه غونډه کې د رگبي اسيايي ټولنې افغانستان د خپل غړي په توگه ومانۀ چې د افغان لوبغاړو په وينا دا د دوى د پرمختگ يوه بله ډيره مهمه خبره ده.

منصور مجيد د بي بي سي له پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې وويل اوس دوى هيله من دي چې اسيايي ټولنه به له دوى سره د رگبې لوبې د پرمختگ په برخه کې مرستې وکړي.

افغان رگبي چارواکي وايي دا غړيتوب په دې مانا شو چې دوى به په اسيايي نړيوالو لوبو کې د گډون حق ولري.

خو د رگبي يوۀ لوبغاړي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د اسيا د رگبي ټولنه به د افغان لوبغاړو په روزنه کې ونډه اخلي.

مرستو ته اړتيا

دوى وايي د اسيا رگبي ټولنه کولى شي چې افغان لوبگاران يا امپايران وروزي او زموږ روزونکي ورسوي.

د افغانستان د رگبي ټولنه نوې ده او مالي مرستو ته اړتيا لري.

د اسيا د رگبي ټولنې د غړيتوب له تر لاسه کولو وروسته افغان لوبغاړي دا هيله هم لري چې په تخنيکي برخو کې به له مالي مرستو هم برخمن شي.

د افغانستان د رگبي ټولنې مشر تېر دوبى په لندن کې و چې د انگلستان د رگبي له چارواکو سره وويني.

په هغه ليدنه کې هم له دوى سره ژمنه شوې وه چې مرستې به ورسره کيږي.

ورته مطالب