کرېکټ: په نيپال کې د افغان لوبډلې بل بری

Image caption د افغان لوبډلې په بريا کې حميد حسن، محمد شهزاد او شبير نوري مهم رول ولوباوه.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن د شل اووريزو سياليو په يوه لوبه کې عمان ته په ۴۰ منډو ماتې ورکړه او دويمه پر لپسې شل اووريزه سيالي يې وګټله.

ټاس يا پچه د عمان لوبډلې وګټله، او افغان لوبډلې ته يې لومړی د بېټنګ کولو بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په نژدې شلو اوورونو کې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په سر ۱۱۷ منډې وکړې چې په لومړي سر کې د عمان لوبډلې ته يو نسبتآ اسانه هدف ښکارېده.

د افغان لوبغاړو په ډله کې محمد شهزاد او شبير نوري دوه هغه لوبغاړي وو چې د نورو په توپير يې يو څه د عماني بالرانو په مقابل کې مقاومت وکړ.

محمد شهزاد ۲۴ منډې او شبير نوري ۲۱ مندې د خپلې لوبډلې لپاره وکړې.

د افغان لوبډلې د منډو اوسط شپږ وو.

د عمان کرېکټ لوبډلې چې په لومړي سر کې دغه هدف ورته دومره ګران نه برېښېده په لوبې پيل وکړ، خو ايله درې منډې يې وې چې دولت ځدراڼ يې لومړی لوبغاړی يا اوپنر وسوځاوه.

د مخالفې لوبډلې دويمه وېکټه په ۲۲ منډو او دريمه يې د درې منډو په زياتولو په ۲۵ منډو ولوېده او دې د افغانستان پله درنده کړه.

د عمان له دوو لوبغاړو پرته چې ډبل فېګر يا له لسو زياتې منډې يې وکړې، نورو ته افغان بالرانو اجازه ور نه کړه چې ازادانه لوبه وکړي.

عمان په ټاکلو شلو اوورونو کې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په سر ايله ۷۷ منډې جوړې کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی افغان بالر حميد حسن ونومول شو.

د دغو سياليو په دريو نورو ننيو لوبو کې کوېټ سعودي عربستان ته په ۶ وېکټو ، متحده عرب اماراتو نيپال ته په ۶ وېکټو او مالديو بوتان ته په نهو وېکټو ماتې ورکړه.

ورته مطالب