فوټبال: افغانستان سرېلنکا ته درې يو ماتې ورکړه

فوتبال
Image caption افغان لوبغاړي اوس ښه چانس لري چې نيمه پايلوبو ته لار ومومي

په هند کې د سويلي اسيا د فوټبال اتلوليو په دويمه لوبه کې افغانستان سرېلنکا ته درې يوماتې ورکړه.

په دې لوبه کې سرېلنکا په ١٧ دقيقه کې د ذين له خوا په گول کولو لاسبري وښوده.

خو په ٢٢ دقيقه کې احمدي گول وکړ او لوبه يې مساوي کړه.

احمدي په ٣٦ دقيقه کې د بل گول په ترسره کولو په لومړي ځل افغان لوبډله مخته کړه.

په وقفه کې افغانستان دوه يو مخته و.

د لوبې په دويمه برخه کې يرملي د افغانستان دريم گول د لوبې له پاى ته رسيدا ١١ دقيقې وړاندې وکړ.

له دې بري سره افغانستان اوس په الف گروپ کې ښه دريځ لري.

افغان لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه له پخواني اتل هند سره يو په يو مساوي ختمه کړې وه.

اوس افغانستان او هند دواړه څلور څلور پواينټونه لري.

هند دوشنبه په ورځ بوټان ته پنځه صفر ماتې ورکړه او د ډيرو گولو له امله اوس د الف گروپ په سر کې ځاى لري.

افغانستان به د چارشنبه په ورځ له بوټان سره بخت ازمويي که يې هغه لوبه وگټله نيمه پايلوبو ته ارو مرو لار مومي.

د چارشنبه په بله لوبه کې هند له سرېلنکا سره سيالي کوي.

په بي گروپ کې مالديپ تر ټولو وړاندې دى او که چيرې افغانستان په اې گروپ کې په دويم نمبر راشي نو په نيمه پايلوبه کې به له مالديپ سره مخامخيږي.

ورته مطالب