فوټبال: افغانستان نيپال ته په ماتې ورکولو پايلوبې ته ووت

افغان لوبډله
Image caption افغان ملي لوبډله تر هيلو ډيره وځليده

افغانستان د فوټبال په لوبو کې هيڅکله کومې پايلوبې ته نه و رسيدلى.

نيپال ته په ماتې ورکولو افغان تنکيو لوبغاړو دغه وياړ خپل کړ.

لوبه د نيپال په برلاسي پيل شوه.

نيپالي لوبغاړي چابک وو ، تيز پاسونه يې کول او پر له پسې بريدونه يې لرل.

خو د نيپال لوبغاړو پر گول بريد نه شواى کولى.

افغان گول ساتونکي حميد الله يوسفزى ډير اړ نه و چې دفاع وکړي خو چې کله اړتيا وه وځليد.

د افغانستان دفاع چې په زړۀ کې يې جلال الدين شريعتيار و ډير کلک ښکاره شو.

د لومړۍ برخې له ديرشو دقيقو وروسته افغان لوبغاړي وتوانيدل چې بريدونه وکړي.

بلال ارزو د نيپال د گول ستن ولړزوله.

د لوبې دويمه برخه ډير په زړۀ پورې نه وه.

نيپال بريدونه کول خو تر ډيره يې لوبه داسې نه وه چې د گول وړ وي.

Image caption بلال ارزو د افغانستان يوازينى گول وکړ

افغان لوبغاړي ستړي ښکاريدل.

په اضافي وخت کې هم برلاسي د نيپال ښکاريده خو داسې برلاسي چې په گول پکې بريد نه و.

د لوبې په سلمه دقيقه کې بلال ارزو توپ وموند، په يوازې سر يې وځغستل او د نيپال گول ساتونکى يې مات کړ.

همدا يوازينى گول کافي و چې افغانستان پايلوبې ته ورسيږي.

د لوبې په وروستيو ثانيو کې د نيپال يوۀ لوبغاړي سرۀ کارډ وليد خو اغيز يې نه درلود.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون په نژدې اتيا کاله وړاندې جوړ شوى چې د سارک تر بل هر غړي هيواد ډير زوړ دى.

خو دا په نړيوالو سياليو کې لومړى ځل دى چې افغانستان کومې پايلوبې ته رسيږي.

په همدې ورځ د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې هم د نيپال ملي لوبډلې ته هم د شل اوريزو سياليو په نيمه پايلوبه کې په کټ منډو کې ماتې ورکړې وه.

په دې توگه د دسمبر نهمه نېټه د افغانستان په دوو بريو او د نيپال په دوو ماتيو تمامه شوه.

د فوټبال او کريکټ پايلوبې به د يکشنبه په ورځ يوه په نيپال او بله په هند کې کيږي.

فوټبال له هند سره او کريکټ له هانگ کانگ سره سيالي لري.

د لوبې ژوندى حال

د بي بي سي پښتو فيسبوک

افغانستان يو صفر وگټله رپټ لږ وروسته دلته خپرو

د افغانستان او نيپال ترمنځ د لوبې مخامخ حال له بي بي سي پښتو فيسبوک څخه تعقيب کړئ رپوټ به وروسته دلته خپروو.

دويمه برخه

د لوبې دويمه برخه د لومړۍ هغې غوندې پيل شوه.

نيپال په پيل کې سر په سر بريدونه وکړل خو داسې څه يې نه لرل چې افغان گول ساتونکى حميد الله پهعذاب کړي.

د افغانستان دفاع پياوړې ښکاري.

په تيره بيا د دفاع په زړۀ کې شريعتيار چې د کلب لوبې په قبرص کې کوي پياوړى ښکاري.

په دې لوبه کې افغان لوبغاړو يو دوه چانسونه د گول لرل خو ډير نه و.

نيپاليان تيز ښکاري او افغان لوبغاړي يو څه ستړي.

اوس به ديرش دقيقې اضافي وخت وي که په هغو کې گول ونه شو لوبه پنځو پيناتي هڅو ته اوږديږي.

تر وقفې

د هند په پلازمېنه ډيلي کې د لړې يا غبار نه ډک ماښام کې د افغانستان او نيپال ترمنځ د سارک د سياليو نيمه پايلوبه نيپالي لوبغاړو تيزه پيل کړه.

په سر کې داسې ښکاريدل چې افغان لوبغاړي اغيزمن شوي او د پايلوبې خوب يې لوبه خرابه کړې ده.

نيپال سر په سر بريدونه وکړلړ څلور کارنرونه يې وموندل خو افغان دفاع پياوړې ښکاره شوه او د هر بريد دفاع يې په اسانۍ وکړه.

د لوبې له ٣٠ دقيقو وروسته افغان لوبغاړو خپل بريدونه پيل کړل.

سنجر يوه ښه موقع هغه وخت له لاسه ورکړه چې له گوله ايله يو متر ليرې و، ځنډ يې وکړ او د نيپال مدافع لوبغاړي يې شارټ پرېنښود.

په څو څلوېښتمه دقيقه کې بلال ارزو په سر توپ وواهۀ د نيپال گول ساتونکى مات و خو توپ د گول ستنې راوگرځاوۀ.

نيپاليان په ونه ټيټ خو تيز دي او افغان لوبغاړي په ونه جگ او قوي ښکاري.

افغن لوبغاړي لا تر اوسه نه دي توانيدلي چې له يو بل سره پاسونه وکړي که دغه چاره يې هم ښه کړه په دويمه برخه کې د ښې لوبې هيله کولى شي.

ورته مطالب