افغانستان د سوېلي اسیا فوټبال سیالیو کې دویم مقام وګاټۀ

کرزی د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ولسمشر کرزي د افغان فوټبال لوبغاړو لوبه له تخنيکي پلوه عالي بللې ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي له هند سره د افغان فوټبال لوبډلې لوبه ستایلې او هغوی یې بریالي بللي دي.

د ولسمشر مطبوعاتي دفتر وايي، ښاغلي کرزي له لوبې وروسته په ییلې فون کې لوبغاړو ته د لوبې مبارکي ورکړې ده.

ولسمشر د افغان فوټبالېستانو لوبه له تخنیکي پلوه ښه او عالي بللې ده.

افغانستان د جنوبي اسیا د فوټبال سیالیو په پایلوبه کې هند له سره په پایلوبه کې څلور صفر مات شو او په دغو سیالیو کې دویم مقام خپل کړ.

په کابل کې هم سلګونو کسانو د تلویزونونو له لارې د دغو لوبو ننداره کوله. افغانستان دلوبې په لومړۍ نیمايي کې ښه لوبه وکړه، په دویمه نیمايي کې یې بیا بخت له هند سره یاري وکړه.

که څه هم افغانستان په فوټبال کې په جنوبي اسیا کې دویم مقام خپل کړ خو کریکټ بیا د اسیا په ۲۰ اووریزو سیالیو کې لومړی مقام وګاټه.

د افغانستان او هند ترمنځ لوبه ډېره په زړه پورې وه، له احساساتو، ولولو او نندارچیانو له چیغو او شور ماشوره ډېره ډګه.

که څه هم لوبه له کابله په سلګونو کیلو مېتره لیرې د هند د پلازمېنې نوې ډیلي په ښار کې وشوه، خو کور د ننه یې هم زرګونو کسانو د تلویزونونو له لارې د خپلو اتلانو د لوبو ننداره وکړه.

په کابل ښار کې په یو شمېر رسټورانټونو کې د فوټبال مینه وال د لولو لیدلو لپاره ور ټول شوي ول، پر دې سربېره د کابل ښار په دوو سیمو کې دوه غټ تلویزونونه اېښودل شوي ول او د فوټبال مینه والو لوبه لیدله.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې چې افغانستان ښه او یرغلیز پیل درلود، افغان نندارچیانو هم له شوره او احساساتو ډکې چېغې وهلې.

خو د لوبې په دویمه نیمايي کې بیا هله د افغانستان د بخت ستوري راپریوت چې لوبڅار افغان کول ساتونکي ته سور کارت وښود، له ډګره یې وویست او هند له دې کبله خپله یوه پاینلټۍ په ګول بدل کړ.

په دې پسې هندیانو یرغلیزه لوبه وکړه او په پرلپسې ډول یې درې وارې د افغانستان د ګول دروازه پرانېستله، چې وروستی ګول یې د لوبو تر ختمیدو یوازې څو دقیقې د مخه ووهل شو.

ښايي د افغانستان د فوټبال په تاریخ کې دا لومړی ځل وي چې، په دا ډول سیالیو کې تر پایلوبې ځان رسوي، او هغه هم له یوه داسې هیواد سره مخامخ کیږي چې څلور وارې د جنوبي اسیا د فوټبال د سیالیو اتل پاتې شوی دی.

د فوټبال د کارپوهانو په باور افغان فوټبالیساتو په ټوله کې په دغه ټورنمنټ کې ښه لوبه وکړه او له ځانه یې د هیلو خلاف ښه وړتیا وښوده.

افغانستان په دغو سیالیو کې، سریلنکا، مالدیف او بوتان ته هم ماتې ورکړې وې او خپله لومړۍ لوبه کې یې له هند سره یو صفرپای ته رسولې وه.

Image caption د فوټبال د کارپوهانو په باور افغان فوټبالیساتو په ټوله کې په دغه ټورنمنټ کې ښه لوبه وکړه او له ځانه یې د هیلو خلاف ښه وړتیا وښوده.

د هند په ګاونډ کېبیا افغان کریکټ ملي لوبډلې د اسیايي د کرکټ د شورا د شل اوریزو سیالیو د اتلولۍ کپ یو وارې بیا اوچت کړ، افغانستان تېر ځل هم د دغو سیالیو اتل و.

په پایلوبه کې افغان لوبغاړو د پچې له ګټلو وروسته وار د واره منډې جوړول پیل کړل چې ښه و نه ځلیدل او هانګ ته یې یوازې د ۱۲۵ رنزونو هدف و ټاکه، خو هانګ کانکي لوبغاړي بیا افغان بالرانو راکابو کړل چې په ترڅ کې افغانستان په اتو رنزونو دغه لوبه وګټله.

حمید حسن په سختو شرایطو کې د هانګ درې لوبغاړي وسوځول او د بري لوری یې د افغانستان پر لورې وڅکو، نو خود به د لوبې غوره لوبغاړی وي.

ورته مطالب