افغان کریکټ لوبډله له بریاوو سره هېواد ته ستنه شوه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله بریالۍ کور ته راستنه شوه او په نیپال کې یې د اسیا د ۲۰ اووریزو سیالیو د اتلولۍ کپ یو وار بیا هېواد ته راوړ.

لوبغاړو ته په هوايي ډګر کې پر یو شمېر افغان چارواکو سربېره د لوبو سلګونو مینه والو هرکلی ووایه، او په اتڼونو او نڅاګانو یې ولمانځل.

افغانستان د نیپال په سیالیو کې خپلې شپږ سره لوبې وګټلې.

دغه بري زموږ د لوبغاړو احساسات او جذبات بیا راوپارول، زه هیله مندیم چې په سریلنکا کې کیدونکو سیالیو کې ښه لوبه وکړو او نړیوال جام ته ووځوي.

کریم صادق

افغان لوبغاړي به اوس د ۲۰۱۲ کال د۲۰ اووریزو سیالیو د غوراوي پړاو ته چمتووالی نیسي چې شاوخوا درې میاشتې وروسته په سریلنکا کې ترسره کېږي.

د کابل په هوايي ډګر کې د کریکټ سلګونه مینه وال د خپلو اتلانو هرکلي ته ورغلي ول، دغلته د افغانستان د کریکټ بورډ او ملي اولمپیک د کمېټې چارواکې هم حاضر ول.

د کابل له هوايي ډګره نیولې د کریکټ بورډ تر دفتره چې شاوخوا پنځه کیلو متره واټن لري، د سړک پر دواړو غاړو ځای ځای د کریکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو تصویرونه او د اتلولۍ د ګټلو شعارونه ځړېدلي وو.

مینه والو خپل اتلان په اتڼونو او نڅاګانو ولمانځل او د لوبډلې د بري چېغې یې وهلې.

د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو هیوادوالو ته د دغه بري مبارکي وویله.

افغانستان د نیپال د سیالیو په پایلوبه کې له هانګ سره مخامخ شو، چې افغان لوبغاړو د هیلو خلاف ښه لوبه ونکړه، او یو مهال د لوبې تله د هانګ پر لورې درنه ښکاریدله. کپټان نوروز منګل د همدغې سختې شېبې کیسه وکړه:

''کله چې حمید حسن راغی ما ورته وویل، یو ستاسو اور پاتې او بل د نبي عیسی خیل، زه غواړم چې تاسو استعمال کړم، ستا شپږ بالونه دي چې له ځان سره یې افغانستان ته یوسې، د خدای فضل و چې دا ښه پریکړه وخته، او د لوبې ټوله مخه یې بدله کړه.''

ډېره خوشاله یم چې هېواد ته له کپ سره راغلم، تاسو او ټولو هېوادوالو ته د دې بریا مبارکي وایم.

حمید حسن

افغان لوبغاړي خپل دغي بري ته په کتو هیله مند دي چې د ۲۰۱۲ کال د کریکټ نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته په اسانۍ لار ومومي.
دلته به د لوبډلې درې لوبغاړي کریم صادق،شبیر نوري او حمید حسن یوځای واورو:

شبیر نوري: ''زه چې خپل هلکان ګورم ډېر ښه شوي او هیله لرو چې نړیوال جام ته هم لاره وکړم.''

کریم صادق:''دغه بري زموږ د لوبغاړو احساسات او جذبات بیا راوپارول، زه هیله مندیم چې په سریلنکا کې کیدونکو سیالیو کې ښه لوبه وکړو او نړیوال جام ته ووځوي. زه له ټولو هیوادوالو غواړم چې خپلې لوبډلې ته دوعاګانې وکړي.''

حمید حسن: ''ډېره خوشاله یم چې هیواد ته له کپ سره راغلم، تاسو او ټولو هیوادوالو ته د دې بریا مبارکي وایم.''

کریکټ لوبغاړي

افغانستان په ۲۰۰۹ کال کې د دغو سیالیو اتلولي هم ګټلي وه، او د نړیوالو شل اوریزو سیالیو برخه وال هم و.

افغانستان چې تېر وار هم د اسیا د کریکټ د شورا د شل اوریزو سیالیو اتل و، بیا خپله اتلولي یې وساتله.

افغانستان په دغو سیالیو کې پرهانګ سربېره، کوربه نیپال، عمان،مالدیف،بوټون او مالیزیا ته ماتې ورکړې.

افغان لوبغاړي به اوس ځانونه په مارچ میاشت کې د ۲۰۱۲ نړیوال جام د غوراوي سیالیو ته چمتو کوي چې په سریلنکا کې ترسره کېږي، د دغو سیالیو د سره دوه وتلي ټیمونه به نړیوال جام ته ځي.

افغانستان په ۲۰۰۹ کال کې د دغو سیالیو اتلولي هم ګټلي وه، او د نړیوالو شل اوریزو سیالیو برخه وال هم و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .