کابل کې د کریکټ نوي لوبغالي پرانیستل

  • د پلازمېنې کابل پر کچه لومړى او د افغانستان پر کچه د کریکټ لوبې دويم نړيوال لوبغالى په رسمي ډول پرانیستل شو.

    د پلازمېنې کابل پر کچه لومړى او د افغانستان پر کچه د کریکټ لوبې دويم نړيوال لوبغالى په رسمي ډول پرانیستل شو.

  • افغان لوبغاړو خوښي ښووله او ويل يې چې تر دې وروسته به د تمرينونو لپاره بهرنيو هېوادونو ته تگ اړين نه وي، بله دا چې وايي اوس بهرنۍ لوبډلې هم کابل ته د لوبو په موخه راتللاى شي.

    افغان لوبغاړو خوښي ښووله او ويل يې چې تر دې وروسته به د تمرينونو لپاره بهرنيو هېوادونو ته تگ اړين نه وي، بله دا چې وايي اوس بهرنۍ لوبډلې هم کابل ته د لوبو په موخه راتللاى شي.

  • ددغه لوبغالي پر جوړېدو نژدې يو نيم ميلیون ډالر لگښت راغلى چې د امريکا د متحدو ايالتونو د پرمختيايي ادارې له خوا ورکړل شوى.

    ددغه لوبغالي پر جوړېدو نژدې يو نيم ميلیون ډالر لگښت راغلى چې د امريکا د متحدو ايالتونو د پرمختيايي ادارې له خوا ورکړل شوى.

  • د لوبغالي د پرانیستې په مراسمو کې گڼو لوړ پوړو افغان چارواکو، او د کریکټ لوبې زرگونو مينه والو برخه اخیستې وه.

    د لوبغالي د پرانیستې په مراسمو کې گڼو لوړ پوړو افغان چارواکو، او د کریکټ لوبې زرگونو مينه والو برخه اخیستې وه.

  • ټول لوبغالی لکه د يوې شنې غالۍ په سمسوره کبله پوښل شوى و، او اړخونو ته يې د يو شمېر شرکتونو اعلانونه لگول شوى و.

    ټول لوبغالی لکه د يوې شنې غالۍ په سمسوره کبله پوښل شوى و، او اړخونو ته يې د يو شمېر شرکتونو اعلانونه لگول شوى و.

  • د کابل د کریکټ نړيوال لوبغالى د ښار په زړه کې له حضوري چمن او غازي لوغالي سره نژدې په ١٣ جريبه ځمکه کې جوړ کړل شوى.

    د کابل د کریکټ نړيوال لوبغالى د ښار په زړه کې له حضوري چمن او غازي لوغالي سره نژدې په ١٣ جريبه ځمکه کې جوړ کړل شوى.

  • تر دې مخکې به افغان لوبغاړي د تمرين لپاره هم نورو هېوادونو ته تلل، خو اوس افغان لوبغاړي کولاى شي چې دا چاره د کابل او ننگرهار په سنبالو نړيوالو لوبغالو کې تر سره کړي.

    تر دې مخکې به افغان لوبغاړي د تمرين لپاره هم نورو هېوادونو ته تلل، خو اوس افغان لوبغاړي کولاى شي چې دا چاره د کابل او ننگرهار په سنبالو نړيوالو لوبغالو کې تر سره کړي.

  • د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې نامتو تېز توپ غورځوونکی حميد حسن وايي چې سربېره پر دې چې د تمرين اړتيا يې پوره شوه دا هم کولاى شي چې نورې لوبډلې افغانستان ته د لوبو په موخه راوبولي.

    د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې نامتو تېز توپ غورځوونکی حميد حسن وايي چې سربېره پر دې چې د تمرين اړتيا يې پوره شوه دا هم کولاى شي چې نورې لوبډلې افغانستان ته د لوبو په موخه راوبولي.

  • د لوبغالي تر پرانیستو وروسته، د کریکټ سندرې وغږول شوې او د دغې لوبې راغلیو مينه والو خپلې ولولې څرگندې کړې.

    د لوبغالي تر پرانیستو وروسته، د کریکټ سندرې وغږول شوې او د دغې لوبې راغلیو مينه والو خپلې ولولې څرگندې کړې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .