په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې په لومړي ځل د راګبي سیالي وشوه

Image caption د افغانستان د رګبې فدراسیون چارواکي وايي دوی هڅې کوي چې له دې لارې آسیايي او نړیوالو لوبو کې ته لار ومومي.

په افغانستان کې په لومړي ځل د رګبې لوبې سیالۍ پیل شوي، چې تر دې دمه اتو لوبډلو پکې ګډون کړی دی.

د رګبې لوبه د زیاتره افغانانو لپاره نوې ده او مخکې په افغانستان کې رواج نه وه.

د افغانستان د رګبې فدراسیون چارواکي وايي دوی هڅې کوي چې له دې لارې آسیايي او نړیوالو لوبو کې ته لار ومومي.

زموږ همکار خوشحال تایب په کابل کې د رګبې د فدراسیون له مشر اسدالله زیار سره مرکه کړې او په سر کې یې د کابل د وروستیو لوبو د بهیر په اړه ترې پوښتي دي.